د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: 'باچا خان د نوبل جایزې حقدار'


ننګرهار: بېګم نسیم ولي خان د باچا خان پر مزار د هغه تلینغونډه لمانځي
ننګرهار: بېګم نسیم ولي خان د باچا خان پر مزار د هغه تلینغونډه لمانځي

بېګم نسیم ولي چې د پلاوي مشري يې کوله، په خپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو څخه په دې ګيله منه وه چې باچاخان يې د نوبل له جايزې محروم ساتلی دی.

له خېبرپښتونخوا د بيګم نسيم ولي خان په مشرۍ کې د عوامي نېشنل پارټۍ ولي خان ډلې يو پلاوی د سېشنبې پر ورځ ننګرهار ته ولاړ او د باچاخان اوه ويشتم تلين يې په دعا او د هغه په مزار د ګلونو ګيډيو په ايښودلو ولمانځلو.

د عدم تشدد فلسفي سالار او د پښتنو ستر مشر باچاخان اووه ویشتم تلين په مناسبت له خېبرپښونخوا څخه راغلي پلاوي ته د ننګرهار مرستيال والي محمد حنیف ګرديوال د ښه راغلاست په ترڅ کې وويل:
«عبدالغفار خان د ټولو پښتنو او افغانانو مشر و. د افغانستان کوڅه په کوڅه، کلي په کلي او مالت په مالت ګرځېدلی دی. د هغه د لارې پيروانو ته چې نن يې دلته تشریف راوړی دی، او موږ هم د هغه د لارې پيروان یو، ستاسو راتګ زموږ په ليمو، موږ تاسو ملیمانه نه ګڼو، تاسو د دې کور خلک ياست»


د عوامي نېشنل پارټۍ ولي خان ډلې جنرل سیکرېټر اورنګزیب کاسي د باچاخان پر مزار د ګلونو ګيډيو له اېښودلو وروسته خبريالانو ته وويل، د دوی راتګ جلال اباد ته په دې خاطر و چې افغانانو ته دا پيغام ورکړي چې د باچا خان نيمګړی ارمان به لر او بر پښتانه په شريکه سره تر سره کوي.


(( مور بي بي چې نن د باچا خان او رهبر تحريک ولي خان سالار عالی ده، ټولو افغانانو ته دا باور ورکول دي، چې د باچا خان هغه مرام، چې باچا خان له غازي امان الله سره راشروع کړی و، او تر ننه نيمګړی پاته دی، دا به موږ سر ته رسوو. د باچا خان مرام په يو شعر کې راغونډ کړی دی.

«پېښور دی او که کوټه زموږ زما کور دی
که کابل که کندهار دی زموږ ورور دی
هر غاصب چې پکې خنډ اچول غواړي
که د لر دی که د بر دی، مخ يې تور دی»
د لر او بر د افغانانو دغه یو پيغمبر چې دلته پروت دی، دا زموږ او ستاسو د ملي وحدت يو سمبول دی.))


بېګم نسیم ولي چې د پلاوي مشري يې کوله، په خپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو څخه په دې ګيله منه وه چې باچاخان يې د نوبل له جايزې محروم ساتلی دی.
(( ډېره حیرانه شوم چې نيلسن منډيلا ته يې د نوبل جایزه ورکړه. دا ځکه چې هغه ۲۷ کاله په جيل کې تېر کړي ول. تاسو پښتانه فکر وکړئ، اووه ويشت ډېر دي که دري دېرش. د قام خلکو ته ولې باچا خان نه ښکاریدو، هغه خو د دې قابل او د دې جوګه و چې هغه ته يې د نوبل جايزه ورکړې وه. هغه خو يوازې جيل تير کړی و، ده خو پرې سر هم مات کړی و. پښې يې هم ماتې شوې وې، لایق خو باچا خان بابا و چې نوبل جايزه يې ورکړې وی. او ریښتیا خبره دا ده چې د اقوام متحده نه زه په دې ګيله منه يم چې باچا خان يې نظرانداز کړی و. خو باچا خان ته قوم نوبل جایزه ورکړې وه چې باچا خان يې کړو.))

د يادولو ده چې باچاخان د ۱۹۸۸ ميلادي کال د جنورۍ په شلمه نيټه پيښور کې په حق رسیدلی و او د هغه له وصیت سره سم يې مړی په جلال اباد ښار کې د هغه په خپل ملکيت کې خاورو ته سپارل شوی دی.

XS
SM
MD
LG