د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د افغان کډوالو په ګډون ۴۷۴ مشکوک کسان نیول شوي

د خېبر پښتونخوا مرکز پېښور کې پولیسو او پوځي عسکرو په ګډه د ښار په ګڼو سیمو کې د لټوني عملیاتو په ترڅ کې د ناقانونه افغان کډوالو په ګډون تر څلور نیم سوو سېوا مشکوک کسان نیولي دي او له شمېر کسانو یې ناقانونه وسله هم ترلاسه کړې ده.

د پېښور پولیس یو مشر اېس اېس پي ډاکټر میا سعید مشال راډیو ته وویل چې له ۱۶ ډیسېمبر راهیسې د ټولې صوبې پشمول په پېښور کې هم هره ورځ لټوني عملیات کوي.

دی زیاتوي چې په دې لړ کې یې نن »جمعه«د باچا خان نړیوال هوايي ډګر ګېرچاپېره سیمو کې د پېښور پولیسو ، پاکستانیو پوځي عسکرو او د هوايي ځواکونو خواو شا ۶۰۰ اهلکارانو په ګډهد ناقانونه افغان کډوالو په ګډون ۴۷۴ مشکوک کسان نیولي دي او له شمېر کسانو یې ناقانونه وسله هم ترلاسه کړې ده.

پولیس مشر وايي، د غه عملیات یې نن ګهیځ وختي په پیشته خره، تاکال ټاون او نورو سیمو کې ترسره کړي او له دې پرته یې د پېښور کلیوالو سیمو، نیمه قبایلي او پتېره هغه علاقې چې له قبایلي سیمې سره لګېږي، هره ورځ پکې لټونې کاروايي کېږي.

د یادولو ده چې د ۲۰۱۴م کال پر ۱۶م ډیسېمبر د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وسله والو طالبانو له خونړي برید وروسته په ټوله خېبر پښتونخوا کې د پولیس او پوځ سرتېرو لټوني عملیات پیل کړی چې پکې په سوونو مشکوک کسان نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG