د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له وسله والو يې خپل بنسټ اېښودونکي هم بيزاره شول'


اصغر اڅکزي په دې خبري غونډه کې وویل، کله چې یې ګوند په خیبر پښتونخوا کې واکمن و او د وسله والو پر ضد يې عملیات کول، نو هېڅ يوه سیاسي ګوند يې ملاتړ نه کاوو.

عوامي نیشنل ګوند وايي، د پاکستان په ايين کې يوويشتم بدلون د وخت ضرورت وو، خو دده په خبره کاشکې چې همداسې فيصلې ددغه هېوادسیاسي او عسکري مشرانو د ۲۰۰۸ عیسوي کال تر ټولټاکنو سمدستي وروسته کړې وای.

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي صدر اصغرخان اڅکزی وايي، که څه هم د هېواد اکثره سیاسي ګوندونه په ايين کې يوويشتم بدلون په خلاص زړه قبول کړی نه دی، خو د ده په خبره د بې ګناه ماشومانو تر وژنې وروسته د پاکستان له ټولو سیاسي ګوندونو سره هېڅ بله لار نه وه. خو د ده په خبره که همدا پرېکړه د ۲۰۰۸ م کال تر ټول ټاکنو سمدستي وروسته شوې وای، نو اوس به يې اغېزې تردې هم ښه وای. د زیارت «پنجشنبه» پر ورځ د کوټې په مطبوعاتي کلب کې په خبري غونډه کې وويل؛

؛ د دې هېواد جمهوري قوتونو يوه هم په خلاص زړه په ايين کې يوويشتم بدلون قبول کړی نه دی. خو په دې حالاتو کې زموږ عسکري ادارو همداسې پرېکړه ښه بللې وي، چې موږ ته داسې قانوني تحفظ ترلاسه کېدو وروسته کوم عملي قدم اخیستل وي، نو زما په فکر بیا داسې کوم جواز نه پاتېږي؛.

اصغر اڅکزي په دې خبري غونډه کې وویل، کله چې یې ګوند په خیبر پښتونخوا کې واکمن و او د وسله والو پر ضد يې عملیات کول، نو هېڅ يوه سیاسي ګوند يې ملاتړ نه کاوو. اصغرخان وویل، اوس په دې وياړي، چې دېرش پنځه دېرش کاله وروسته د ملک ټول قوتونه د دوی پر لاره په تلو مجبوره شوي.

؛ نن زموږ لپاره د ویاړ خبره دا ده چې ټول سیاسي ګوندونه په يوه صف کې درېدلي دي. هغو خلکو چې دېرش پنځه دېرش کاله وړاندې يې د دې وسله والو بنيادونه ايښي وو، نن هغوی هم دا خپله غلطي منلې ده؛.

د عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان صدر اصغر خان اڅکزي زیاته کړه، د دوی ګوند څو واره له وسله والو سره د خبرو له لارې د ټولو ستونځو هوارولو هڅه وکړه، خو د ده په خبره هغوی بیا هم په پښتونخوا وطن کې سولې ته اماده نه وو.

XS
SM
MD
LG