د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ملي پولیسو ته تنخاوې په سمه ټوګه نه وېشل کېږي


د امریکا حکومت یوه څارونکې اداره وايي د دوی حکومت د هر کال په حساب ۳۰۰ میلیونه ډالره د افغانستان ملي پولیسو ته د تنخاګانو لپاره ورکړي، خو کره معلومات په لاس نه لري چې دغه معاشونه په سمه توګه وېشل شوي دی او که نه؟

د افغانستان د بیا ودانۍ لپاره ځانګړي پلټونکي افسر پرون (دوشنبه) وویل ځینو افغان پولیسو ته په زیاته کچه باندې معاشونه ورکړل شوي دي.

نوموړي همداراز وویل چې د افغانستان په ځینو ولسوالیو کې د معاشونو په فهرست کې د پولیسو شمېره تر اصلي شمېرو زیاته ښودل شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG