د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ایران او پاکستان پر پوله هېڅ شخړه نه لري'


کوټه: د ایران سیستان بلوچستان ګورنر علي اوساط هاشمي د بلوچستان اعلا وزیر عبدالمالک بلوڅ سره ګډ خبري کنفرانس کوي
کوټه: د ایران سیستان بلوچستان ګورنر علي اوساط هاشمي د بلوچستان اعلا وزیر عبدالمالک بلوڅ سره ګډ خبري کنفرانس کوي

د ایران سیستان بلوچستان ګورنر علي اوساط هاشمي وايي، د پاکستان او ایران تر منځ پر ګډه پوله هېڅ شخړه نشته، او تل د ښه ګاونډيو په توګه اوسېدلي دي.

د ایران سیستان بلوچستان ګورنر علي اوساط هاشمي د اتوار پر ورځ په کوټه کې د پاکستان بلوچستان له اعلی وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وویل، د پاکستان او ایران تر منځ پر ګډه پوله هېڅ شخړه نشته، او تل د ښه ګاونډيو په توګه اوسېدلي دي. خو د ده په خبره ځينې شرخوښي د پاکستان او ایران پر پوله د دوی پر امنيتي ځواکونو بریدونه کوي.

؛ لکه څنګه چې تاسو ته مالومه ده، چې په پوله ځيني شرخوښي زموږ په پوستو او ځواکونو باندي بریدونه کوي، او په دې بریدونو کې يې زموږ سرتېري وژلي دي او يا يې تښتوولي يې دي. زموږ په دې اوسنۍ دوره کې هم موږ له پاکستانيو چارواکو دا خواست وکړ، چې لږ تر لږه هغه زموږ د وژل شويو سرتېرو مړي خو دې موږ ته وسپارل شي؛.

که څه هم نه علي اوساط هاشمي همدا غوښتنه وکړه، خو وروسته يې نه هم خپله هاشمي او نه د بلوچستان اعلی وزیر د خبریالانو ددې پوښتنې ځواب ورکړ، چې ایرانی پلاوی د کومو سرتېرو د مړيو خبره کوي، او په همدې ځای يې خبري غونډه پای ته ورسوله. تردې وړاندې په همدې خبري غونډه کې د بلوچستان اعلی وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ وویل، دوی هڅه کوي، چې له ایرانه د يوولس سوه میګاواټه برېښنا په پروژه ژر تر ژره عملي کار پېل کړي.

؛ زموږ خواهش دی، چې له ایران سره د یو زر مېګا واټه برېښنا په برخه کې شوی تړون ژر عملي کړو چې ټول بلوچستان ته برېښنا راولو، او په دې کې سل ميګاواټه بیا د ګوادر ښار لپاره وه، په هغه باندې ژر عمل وشي؛.

د ایرانۍ صوبې سیستان بلوچستان ياد پلاوي چې مشری يې ددغې صوبې ګورنر علي اوساط هاشمي کوله، په بلوچستان کې يې له لوړپوړو حکومتي او پوځي چارواکو سره جلا جلا ملاقاتونه کړي، چې ددوي په خبره په دې ملاقاتونو کې يې له تجارت سره سره د دواړو هیوادونو د پولې په ټينګ امنيت هم خبري شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG