د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د خبریالانو وژلو د سر سر هېواد


په پاکستان کې بیا بیا خبریالان وژل کېږي
په پاکستان کې بیا بیا خبریالان وژل کېږي

سازمان په خپل راپور کې زیاتوي چې د خبریالانو وژنه زیاتره په هغه هېوادونو کې رامخې ته شوې ده، چې خونړۍ شخړې پکې دوام لري، لکه عراق، سوریا، اوکراين، افغانستان او پاکستان.

د خبریالانو نړیوال سازمان د شمېرو له مخې پاکستان د وژل شوو خبریالانو په فهرست کې پر لومړي سر کې راځي، چې په ۲۰۱۴ کال کې ۱۴ ژورنلیسټان او مېډیا کارکونکې د خپل فرایض سر ته رسولو پر مهال په نښه کړل شوي دي.

د خبریالانو نړیوال سازمان د ډیسېمبر پر ۳۱ نېټه د وژل شوو خبریالانو کلیزه شمېره خپره کړې ده. تنظیم په خپله شمېره کې لیکې چې د پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې په ۲۰۱۴ کال کې ۱۱۸ خبریالان او میډیا کارکونکي په بمي چاودنه، هدفي وژنو او ډزو کې وژل شوي دي.

سازمان په خپل راپور کې زیاتوي چې د خبریالانو وژنه زیاتره په هغه هېوادونو کې رامخې ته شوې ده، چې خونړۍ شخړې پکې دوام لري، لکه عراق، سوریا، اوکراين، افغانستان او پاکستان.

د خبریالانو نړیوال سازمان خبرتیا ورکړې ده چې د خبریالانو په وژنه کې زیاتوب راتلل دا ښکاره کوي چې دوی له څومره ناوړه امنیت سره مخامخ دي. سازمان پر حکومتونو غږ کړی دی، چې دوی دې د خبریالانو حفاظت خپل لومړی زمه واري وګني.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د “پاکستان فېډرل یونین آف جرنلسټس “صدر افضل بټ د خپور شوي راپور پخلی کړی دی او په پاکستان کې صحافيانو د وژولو په بابوویل:

((پاکستان اول د خبریالانو لپاره په درېیم، څلورم نمبر خطرناکه هېواد بلل کېدو، خو په ۲۰۱۴ کالکې د ١٤خبریالانو د وژلو وروسته پاکستان پر اولنی نمبر راغلو. او اوس هم د پاکستان په ۸۰ فیصده برخه کې خبریالان خپل کار په خلاصه توګه نشي تر سره کولی، او که داسې وکړي نو یې وژني))

افضل بټ د ژورنلسټانو پر نښه کیدو وجه دا ګڼي:

(( مېډیا د هیندارې کار کوي، او په پاکستان کې هر سړی غواړي چې په هینداره کې خپلځان وویني، نو له کتو وروسته ورته پر خپل مخ تور داغونه ښکاره کېږي. نو دوی د خپل داغ مینځلو پرځای د هیندارې په ماتولو بوخت شي. چې له کبلهیېزموږ په هېواد کې خبریالان تل په نښه کېږي))

صحافی حسن خان پر خبریالانو د تشدد په اړهمشال راډیو ته وویل:

(( په پاکستان کې مذهبي ټولنه او ځینې ریاستي ادارې تنقید برداشتولنه غواړي، او هغه دا ګڼي چې دوی څه وايي، هغه د دوی آخري الفاظ دي. نو که د خبریال رایه د دوی د فکر سره سمون ونه خوري، نو بیا هغه تا خپلې نظریې یا د قامي مفاد په ضد وګڼي))

همدا راز یو بل خبریال ابراهیم شینواري له مشال ريډيو سره په خبرو کې وویل:

((د تشدد لومړۍ وجه خو دا ده چې وسلوال غواړي چې د دوی دریځ په نړیواله کچه مخې ته راشي او نړۍ یې واوري. بل خوا ته د ځینو رسنیو په ګډون د پاکستان ریاست هم دا پالیسي ده چې هغه د وسلوالو غږ مطبوعاتو ته رسول نه غواړي. نو له دې کبله خبریالان تل له يوې خوا يا له بلې خوا په نښه کړل کېږي. او دویمه مهمه وجه دا ده چې ځینې وخت امنيتي عسکر نه غواړي، چې خبریالان حقایق مخې ته راوړي. لکه د مثال په توګه په قبایلي سیمه کې د پاکستان پوځ له خوا د سلوالو پر ضد روانه د خوښې او ناخوښې پالیسي جنګ. نو که خلک په دا حقایق باندې خبر شي، په هغو کې به په دې لړ شعور راشي))

د یاده ونې وړ ده چې تېره میاشت په اسلام اباد کې پاکستان فېډرل یونین آف جارنلسټس تر سيوري لاندې د وینا پر مهال د پاکستان پیپلز ګوند سېنېټر اعتزاز احسن ژمنه کړې وه چې دوی به تر مارچ ۲۰۱۵ م کاله د مېډیا لپاره د تحفظ بل د سېنېټ څخه پاس کړي.

یوسف کاکړ اسلام اباد

XS
SM
MD
LG