د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: نړۍوال جنګي ماموریت ختم شو، خو وسله وال ختم نشو


پوښتنه دا ده چې ایا نړیوال پوځي ماموریت په تېره څه د پاسه یوه لسیزه کې خپلې موخې تر لاسه کړې او که نه؟

د یکشنبې په شپه د ناټو په مشرۍ نړیوال پوځي اېتلاف په کابل کې د یوې غونډې له لارې په رسمي ډول خپل ۱۳ کلن فعاله جنګي ماموریت پای ته ورساوه. له دې کار سره به اوس افغان امنیتي ځواکونه په خپله د وسله والو پر ضد جګړې ته دوام ورکوي.

د نوي کال له پیل سره به نوی پوځي ماموریت خپل کار پیلوي چې پکې ۱۳۰۰۰ سرتېري برخه اخلي. پاتې ټول سرتېري به خپلو هېوادونو ته ستنېږي. په افغانستان کې نوی نړیوال پوځي ماموریت به د جګړې پر ځای د افغان ملي امنیتي ځواکونو د سرتېرو د روزنې او هغوی ته د مشورې ورکولو دندې تر سره کوي.

پوښتنه دا ده چې ایا نړیوال پوځي ماموریت په تېره څه د پاسه یوه لسیزه کې خپلې موخې تر لاسه کړې او که نه؟

د جرمني خبري اژانس وايي، د ازادو اټکلونو تر مخه، په دې ۱۳ کلنه جګړه کې له ۲۵۰۰۰ زیات افغان ولسي وګړي ووژل شول. د ناټو اېتلاف له ۳۵۰۰ زیات سرتېري ووژل شول او امریکا په دې جګړه کې له ۱۰۰۰ اربه یا میلیارده ډالرو زیاتې پیسې ولګولې.

د اژانس په خبره، سږنی کال د افغان ولسي وګړو او ملي امنیتي سرتېرو لپاره ډېر مرګونی وو. یوازې په ۲۰۱۴ز کال کې شاوخوا ۶۰۰۰ افغان سرتېري او له ۳۱۰۰ زیات ولسي وګړي ووژل شول.

په کابل کې د جنګي ماموریت د پای غونډې په اړه د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل چې په ((پټه د غونډې جوړول ښيي چې ناټو او غربي هېوادونه په خپله تر ټولو اوږده جګړه کې ناکامه شول.))

د سیاسي چارو شنونکی جاوېد کوهستانی وايي، امریکا او ناټو په خپله جګړه کې ((طالبانو ته هېڅ توجه نه ورکوله)) خو دا کار یې هغه وخت پیل کړ کله چې ((طالبانو په افغانستان کې د امریکا سرتېري او د هغوی ګټې په نښه کړې.))

کوهستاني ډي پي اې ته دا هم ویلي چې د ۲۰۰۱ز کال پرتله په افغانستان کې ډېر بدلونونه راغلي. د بېلګې په توګه، هغه وخت افغانستان ملي امنیتي ځواکونه نه لرل، خو اوس یې لري.

خو نوموړی وايي، ((بلې خوا ته له سیمې یاغیتوب او وسله والي هم نه ده ختمه شوې. د هېواد دننه او له افغانستانه دباندې اوس هم فعاله یاغي ډلې موجودې دي.))

د کړکېچ نړیوالې ادارې سیاسي شنونکی ګریمي سمېت وايي، ((د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ایساف ماموریت د پیل پرتله، نن افغانستان په دوزخ بدل شوی دی ځکه چې له ۲۰۰۸ز کال راهیسې هلته د یاغیانو وسله وال بریدونه درې چنده زیات شوي.))

د ایساف یوه ویاند ډي پي اې اژانس ته ویلي، په افغانستان کې سږکال د ولسي وګړو مرګ ژوبلې دوی اندېښمن کړي دي. د افغانستان د ملي امنیت ریاست مشر رحمت الله نبیل روانه میاشت د هېواد پارلېمان ته وویل چې د بهرنیو سرتېرو له وتلو سره د افغان امنیتي ادارو د استخباراتي مالوماتو د غونډولو صلاحیت یا وړتیا کمه شوې ده.

د جرمني خبري اژانس د شنونکو له خولې زیاتوي، دې ټولو حالاتو ته په کتو داسې ښکاري چې افغانستان به د بهرنیو سرتېرو د جنګي ماموریت له پای سره له لویو ننګونو سره مخامخ پاتې شي.

XS
SM
MD
LG