د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل، ایساف او اسلام اباد د ترهګرۍ ځپلو لپاره ګډې هڅې کوي


د افغان پوځ مشر شېر محمد کریمي
د افغان پوځ مشر شېر محمد کریمي

د افغان پوځ مشر په داسې حال کې پاکستان ته راغلى، چې يوه اوونۍ وړاندې جنرل راحيل شريف کابل ته په يو ناڅاپي سفر ورغلى و او راپورونه وايي، چې له افغان لوري سره یې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې غږ کړی و.

د افغان پوځ مشر جنرال شېر محمد کريمي او په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ايساف ځواکونو مشر جنرال جان کمپل په پېښور کې پر ښوونځي د طالبانو په بريد کې د ماشومانو په مړينه ژوره خواشينې ښودلې او پاکستاني لوري ته يې د ترهګرۍ او ترهګرو په ځپلو کې د خپلې بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړى.

د افغان پوځ مشر جنرال شيرمحمد کريمي او د ايساف ځواکونو مشرجنرال جان کېمبل د سېشنبې پر ورځ د پاکستان په راولپېنډۍ کې د پاکستاني پوځ په عمومي قرارګاه کې د دې هېواد له لوى درستيزجنرال راحيل شريف سره وکتل او په دوه اړخيز او سيمه ييز وضيعت يې ورسره خبرې وکړې.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې دواړه چارواکيو په پېښور کې د ماشومانو پر ښوونځي د وسله والو بريد غندلى او د قربانيانو له کورنيو سره يې خپګان ښودلى دى.

د افغان پوځ مشر په داسې حال کې پاکستان ته راغلى، چې يوه اوونۍ وړاندې جنرل راحيل شريف کابل ته په يو ناڅاپي سفر ورغلى و او راپورونه وايي، چې له افغان لوري سره یې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې غږ کړی و.

جنرل راحيل شريف افغانستان ته دغه سفر تر هغه وروسته کړى و، چې پاکستاني طالبانو د دسمبر په ١٦مه نېټه د خيبر پښتونخوا د مرکز پېښور په ورسک روډ پر يوه ښوونځي خونړى وسله وال بريد وکړ، چې په نتيجه کې يې د زده کوونکيو په ګډون نزدې ١٥٠ تنه ووژل شول.

همدا راز جنرال کريمي او د ايساف قومندان جنرل راحيل سره دغه ليدنه په داسې وخت کې کړې چې تيره ورځ افغان پوځ د افغانستان په ختيځ ولايت کونړکې د پاکستاني طالبانو پر ضد عملياتو کې د ٢١ وسله والو د وژل خبر ورکړى.

که څه هم د پاکستان د دفاعي چارو کارپوهان د ترهګرۍ ضد جګړې کې د درې واړو غاړو دا ډول ليدل مهم ګڼي، خو د دې ترڅنګ وايي، چې ټول دې د خبرو او ژمنو پرځاى عملي ګامونه پورته کړي.

د دفاعي چارو کارپوه او د پاکستاني پوځ متقاعد منصبدار بريګيډير محمود شاه له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

"زما په خيال دا تله راتله ضروري دي، ځکه چې دې کې نورې رابطې جوړې شي او نور هغه عملي اقداماتو په باره کې خبرې اترې وشي، له يو بله خبر شي. زما خيال د ترهګرۍ خلاف د دې درې واړو قوتونو رايوځاى کېدل او هغه هم د خلوص نيت باندې رايوځاى کېدل.

عملي اقدامات له وړاندې شروع شوي دي، او تاسو بعضې څيزونو په ځمکه باندې ګورئ، چې هغې باندې عمل کېږي روان دي."

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې په وينا، جنرال راحيل شريف پاک _افغان پولې ته نزدې د پاکستاني طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو د عملياتو د پيل هرکلى کړى دى.

نوموړي همداراز ژمنه کړې، چې له افغان او ايساف ځواکونو سره بهپه ټولو هغو څانګو کې مرسته غځوي، چې پکې د دواړو خواؤ ترمينځ د همکارۍ او د پوځي عملياتو په اوږدو کې د استخباراتي معلوماتو راکړه ورکړه هم شامل دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG