د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ او کوټه کې وسله وال طالبان وژل شوي او نیول شوي


د بلوچستان په زیارت کې د پاکستانیو ځواکونو په عملیاتو کې د وژل شوو وسله والو طالبانو مړي د کوټې ولسي روغتون کې. ۱۹ ډیسېمبر ۲۰۱۴
د بلوچستان په زیارت کې د پاکستانیو ځواکونو په عملیاتو کې د وژل شوو وسله والو طالبانو مړي د کوټې ولسي روغتون کې. ۱۹ ډیسېمبر ۲۰۱۴

د ديسمبر پر شپاړلسمه نېټه په پېښور کې پر یوه ښوونځي تر وسله وال بريد وروسته پاکستانيو امنيتي سرتېرو په بلوچستان کې هم د وسلوالو په خلاف ځاى پر ځاى د پلټنې عمليات پيل کړي دي.

کراچۍ: پولیس چارواکي وایي د کراچۍ په سهراب ګوټ کې یې بېګا شپه ۱۳ مشکوک وسله وال وژلي او یو بل یې ژوندی نیولی دی.

پولیس زیاتوي په وژل شوو کې ۱۱ کسان د وزیرستان او پاتې دوه د برما هیواد استوګن دي. د مشرقي کراچۍ اېس اېس پي راو انور بېګا شپه ناوخته له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل وسله وال په یوه کور کې راټول شوي ول، او د یوې حملې منصوبه یې جوړوله چې پولیسو پرې چاپه ووهله او د دوه اړخیزه ډزو په ترڅ کې هلته موجود وسله وال ووژل شو.

«دی وایي ۱۳ وسله وال وژل شوي دي، په دې کې ۱۱ له وزیرستان سره تعلق لرونکي د وسله والو طالبانو غړي دي او پاتې دوه د القاعده غړي دي. هغوی په یوه کور کې غونډه لرله چې پولیس پرې ورغلل او د ډزو په نتیجه کې دوي ووژل شو»

د کراچۍ د پولیسو مشر غلام قادر تیبو ددې حملې روسته خبریالانو ته وویل له وژل شویو کسانو څخه وسله او په ځانمرګو بریدونو کې کارېدونکي جیکټونه هم ترلاسه شوي دي. هغه زیاته کړه، نیول شوی وسله وال هم ځانمرګی برید کونکی دی.

چارواکي وایي په دې نښته کې پولیسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دې ترڅنګ پولیسو د ګزري په سيمه کې د ګل او نهې په منځنۍ شپه کې د لټون عملیات کړي او ۳۵ مشکوک کسان یې نیولي دي . په کراچۍ کې د سالارزو قبایلو یو مشر نورالامین نن سهر مشال ریډیو ویلي، نیول شوي ټول کسان د باجوړ د سالارزو تحصیل او د بر دیر د ثمرباغ استوګن،اود بیلچې مزدروان دي

«دا ټول مزدوران دي،د سمیټو او بیلچې مزدوري کوي، دا ټول د بر دیر او باجوړ کسان دي،دوي ټول په یوه دېره کې و، پولیس راغلي دي دا ټول یې نیولي دي، دا ټول زمونږ د علاقې خلک دي،ټول غریبانان او د لاسو مزودوران دي»

همدا راز تېره ماښام د سي ایي ډي پولیسو د ۴ مشکوک طالبانو د نیولو ویلي دي . د یادې محکمې انچارج مظهر مشواڼي ترمخه نیول شوي ۴ واړه کسان د وسله والو طالبانو غړي دي او دوي د تېرې یوې مودې راهسې د قلنګ اخیستې او هدفي وژنو په یو شمیر پیښو کې پولیسو ته مطلوب و ل.

بلخوا په بلوچستان کې امنیتي ځواکونه وايي، چېد صوبې مرکز کوټې ته جوخت په کچلاغ سيمه کې یې د دوشنبې پر ورځ د يوه طالب قومندان په ګډون څلور وسلوال طالبان له يوه اندازه وسلو سره نيول شوي او د پوښتنو ګروېږنو لپاره يوه نامالوم ځاى ته لېږدول شوي دي. تراوسه مالومه نه ده، چې هغوی د افغانستان طالبان دي او که پاکستاني هغه دي.

د ديسمبر پر شپاړلسمه نېټه په پېښور کې پر یوه ښوونځي تر وسله وال بريد وروسته پاکستانيو امنيتي سرتېرو په بلوچستان کې هم د وسلوالو په خلاف ځاى پر ځاى د پلټنې عمليات پيل کړي دي.

دې ته په پام سره د دوشنبې په غرمه د کوټې ښارشمال لور ته د کچلاغ سيمې په جمال اباد کلي کې پوليسو د پټو استخباراتي مالوماتو په اساس يو کورمحاصره کړ او څلور تنه وسلوال طالبان يې پکې ونيول، چې له هغوى څخه يو د طالبانو قومندان بلل کېږي او يو د هغه ورور دى.

د بلوچستان د داخله چارو وزارت او پوليس مشرانو له دغو عملياتو او د وسلوالو له نيولو بې خبري وښووله، خو ځينې سرچېنې وايي، چې په نيول شويو وسلوالو کې يو تن- چې ويل کېږي د افغان طالبانو قومندان دى- ملا عبدالقدير نومېږي او له ډېرې مودې راهيسې په کچلاغ سيمه کې مېشت وو، مګر پاکستاني رسنۍ هغه د پاکستاني طالبانو د ډلې قومندان بولي.

د بلوچستان د ملېشه ځواکونو سرچېنې وايي، چې د ايالت په شمالي پښتني سيمو کې يې په وسلوالو طالبانو پسې دې ورته د پلټنې نور نااعلان شوي عمليات هم پيل کړي دي، خو رسنيو ته د دغسې عملياتو په اړه جزيات نه ورکوي.

دا په يوه اوونۍ کې په وسلوالو طالبانو پسې د پلټنې د عملياتو دويمه هڅه ده، ملېشه ځواکونو د تېرې پنجشنبې په ورځ د زيارت ضلعې په سنځاوۍ سيمه کې هم په وسلوالو پسې د پلټنې عمليات کول، چې هغوى ډزې ورباندې پيل کړې او په نتيجه کې يې د ملا نجم الدين په نامه د پاکستاني طالبانو يو قومندان وواژه او دوه نور يې ټپيان کړل.

د بلوچستان په مرکز کوټه او د دې صوبې په شمالي پښتني سيمو کې سلګونه زره افغان کډوال اوسېږي، چې د نړۍوالو رسنيو له ادعا سره سم د افغان طالبانو مشران هم د دوى په منځ کې مېشت دي، د پېښور تر پېښې وروسته د پاکستان او افغانستان تر منځ د ترهګرۍ د ځپلو نوې ژمنې ښايي په بلوچستان کې پر مېشتو افغان او پاکستاني وسلوالو طالبانو هم د ژوند ساحه را تنګه کړي.

XS
SM
MD
LG