د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: له پښتون مېشتو سیمو اته تنه مړي موندل شوي


چارواکي وايي، د دوی په اټکل په سنځاوۍ او پښین کې د وژل شوو کسانو مړي له جامو او د مخونو له بڼې بلوڅان او پښتانه ښکارېدل. خو زیاتوي چې د دوی د وژنې پړه لا چا نه ده منلې

په بلوچستان کې چارواکي وايي، د تېرې یکشنبې پر ورځ په پښین، خانوزي او سنځاوۍ سیمو کې په مرمیو لګېدلو اتو تنو مړي موندل شوي دي. د دوی په خبره د مړیو پېژندګلوي نه ده شوې،خو په دوی کې ځینې له شکله پښتانه او ځینې بلوڅان ښکارېدل.

د سنځاوۍ اسسټنټ کمشنر اعجاز احمد د یکشنبې شپه مشال راډیو ته وویل، چې د درو تنو مړي یې په بغاو سیمه کې موندلي دي:

«د یکشنبې ماځیګر خوا وشا څلور بجې موږ ته له بغاو لیویز تاڼې حال راغلو چې پر سړک د درو تنو مړي پراته دي. موږ ورغلو او مړي مو د سنځاوۍ سرکاري روغتون ته یووړل، چې وروسته به یې د نور شناخت لپاره کوټې ته وړو. دغه درې واړه کسان په ګولیو ویشتل شوي دي»

د سنځاوۍ اسسټنټ کمشنر زیاتوي، چې نور او کره مالومات به له پلټنو وروسته ور کوي:

«اوس خو د پلټنې ابتدایي کچه ده. دا وخت اړوند چارواکي ناست دي او په خپلو کارونو بوخت دي. له شکله داسې نه مالومېدل چې ګواکې دوی دې بلوڅان وي، بلکې له جامو او بڼې پښتانه ایسېدل، خو دا پخه خبره نه درته کوم، ځکه چې یې نه پېژندګلوي شوې ده، نه یې له جېبه پېژندپاڼې یا شناختي کارډونه راوتلي او نه یې چا پړه منلې»

بل اړخ ته د چارواکیو په خبره، د پښین ضلعې په دوو جلا جلا سیمو کې د پینځو تنو مړي موندل شوي دي. د پښین لیویزو یو مشر چارواکی چې نه یې غوښتل، خپل نوم څرګند کړي، د پېښې پخلی وکړ او زیاتوي چې د څلور تنو مړي د هېکلزيي او د دوو تنو مړي له خانوزیي سیمې ترلاسه شوي دي.

د چارواکي په خبره له خانوزیي موندل شوي مړي د ده په اټکل له شکله بلوڅان او له هېکلزیي موندل شوي مړي بیا پښتانه ښکارېدل. خو زیاتوي چې د دوی د وژنې پړه لا چا نه ده منلې.

یاده دې وي، په روانه ډیسېمبر میاشت کې د بلوچستان له بېلابېلو پښتون مېښتو سیمو خوا وشا ۲۱ مړي موندل شوي دي. په دې کې که څه هم د اوو کسانو په اړه پاکستاني امنیتي ځواکونو ویلي ول چې دوی د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي، خو د نورو پاتې ۱۴ کسانو د وژلو ذمه واري هیچا نه منلې ده او نه یې په اړه نور مالومات لا هم ترلاسه شوي دي.

د یادلو ده چې بلوڅ ملتپالي د پاکستان پر استحباراتي ادارو تور لګوي چې بلوڅان تریتموي او له وژلو پس یې مړي غورځوي خو استخباراتي ادارې دا تورونه نه مني.

XS
SM
MD
LG