د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د ښو او بدو طالبانو تر منځ توپیر نه کوو”


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي، د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې به د ښو او بدو طالبانو تر منځ توپیر نه کوي او د ټولو پر ضد به یو ډول کارروايي کوي.

دا خبره نوموړيد تېرې چارشنبې پر ورځ په پېښور کې د پارلېماني مشرانو تر ګډې غونډې وروسته خبریالانو ته وکړه.

نواز شریف وویل، پارلېماني مشرتابه سره سلا کړې چې د کورنیو چارو وزیر چودري نثار په مشرۍ به د ټولو پارلېماني او سیاسي ګوندونو او پوځ و استخباراتي ادارو په استازو جوړه کمېټي به په یوه اوونۍ کې د ترهګرۍ پر ضد یو پلان جوړوي او پارلېماني مشرتابه ته به یې وړاندې کوي.

وزیراعظم د ښو او بدو طالبانو تر منځ د توپیر ختمولو دا اعلان تر هغې وروسته وکړ چې د سې شنبې پر ورځ وسله والو طالبانو د پېښور پر یوه سکول په برید کې د ۱۳۵ ماشومانو په ګډون ۱۴۴ کسان ووژل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG