د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: افغان سفير پاکستانيو سوداګرو ته د تجارتي ستونځو هوارولو ډاډ ورکړ


کوټه: پاکستان کې افغان سفير جانان موسى زي له سوداګرانو سره د غونډې پر مهال
کوټه: پاکستان کې افغان سفير جانان موسى زي له سوداګرانو سره د غونډې پر مهال

پاکستانيو سوداګرو له افغان سفيره وغوښتل، چي د تجارانو لپاره دي د ويزې اخيستلو په برخه کې هم اسانتيا پيدا شي او له ويزې سره د وينې د معاينه کولو شرط دي ختم شي

د پاکستان لپاره د افغانستان سفير جانان موسى زى په دوه ورځني سفر کوټې ته تللى، هلته يې د بلوچستان له تجارانو سره ليدلي او په يوه غونډه کې يې د دې ايالت او د افغانستان تر منځ پر تجارتي اړيکو او د تجارانو او صنعتکارانو پر ستونځو خبرې کړې دي.

په پاکستان کې افغان سفير جانان موسى زي د شنبې په ماځيګر د کوټې د سوداګرۍ په خونه کې د کوټې او چمن له تجارانو او صنعتکارانو سره په يوه غونډه کې ګډون وکړ او د پاکستان او افغانستان پر تجارت او اقتصاد يې ورسره خبرې وکړې. په غونډه کې پاکستاني تجارانو له افغانستان سره د تجارتي اړيکو په برخه کې افغان سفير ته خپلې ستونځې وړاندې کړې او د حل غوښتنه يې ځنې وکړه.

د چمن تجارانو افغان سفير ته وويل، چي افغانستان ته د پاکستاني تجارانو د ټرانزټ او د لاريو د اوښتو په وخت پر پوله باندې له ستونځو سره مخامخېږي او پر پوله له هرې لارۍ په غيرقانوني ډول درې زره پاکستانۍ کلدارې اخيستل کېږي. د چمن د سوداګرۍ د خونې مشر داروخان اڅکزي له کراچۍ بندره د چمن له لارې افغانستان ته د مالونو پر انتقال د بنديز ستونځه ياده کړه:

"د تجار لپاره له کراچۍ د سوست- تاشقرغان له لارې، له کراچۍ د تورخم له لارۍ او له کراچۍ د چمن له لارې له درېواړو لارو- چي دوى ته ښه او ګټوره وي- بايد د مالونو د انتقال اجازه وي، دغه د چمن لاره چي له دې ايستل شوې ده، دا زموږ لپاره تاوان هم دى او پر دې لاره چي موږ تجارت ته وده ورکوو، د هغه لپاره خنډ هم دى"

افغان سفير ښاغلي جانان موسى زي د کوټې او چمن تجارانو او صنعتکارانو ته د هغوى د ستونځو د حل ډاډ ورکړ او ورته ويې ويل چي د افغانستان اوسنى حکومت غواړي، له پاکستان سره د تجارت او اقتصاد په برخه کې همکاري پراخه کړي او هغه توافقات چي پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر په ترڅ کې شوي بايد په عمل کې تطبيق شي، چي له مخې به يې تر ٢٠١٧م کاله پورې له پاکستان سره د تجارت کچه له ٢.٥ ميليارده ډالرو پينځه ميليارده ډالرو ته پورته کېږي. ښاغلي موسى زي وويل:

"که خداى کول د افغانستان او پاکستان تر منځ به په ځانګړي ډول د اقتصادي همکارۍ په برخه کې پراختيا رامنځته کېږي، لکه پخوا او تر پخوا هم زياتې د افغانستان دروازه او غېږه د تجارانو، صنعتکارانو او سرمايه ګزارانو په مخ خلاصه ده. ستونځې که د ټرانزيټ تجارت په برخه کې دي که په نورو برخو کې دي، د پاى ټکى به ورته ږدو، د دواړو هېوادونو لارۍ او ټرکونه به د دواړو هېوادونو په خاوره کې د ازاد تګ راتګ اجازه ولري او دا ستونځه به په ګډه حل کوو"

د کوټې د سوداګرۍ او صنعت د خونې مشر موسى خان کاکړ- چي افغان سفير ته يې بلنه ورکړې وه- له هغه سره تر ليدنې وروسته ازادي راډيو ته وويل، چي ډېرى پاکستاني سوداګر او تجاران غواړي، چي په افغانستان کې سرمايه ګزاري وکړي، خو که افغان حکومت ورسره همکاري وکړي او دوى ته د امنيت ډاډ ورکړي:

"موږ وايو که پاکستان وي که افغانستان وي بايد زموږ تجارانو ته اسانتياوې ورکړي، موږ وايو چي په دغو دواړو هېوادونو کې امنيت ټينګ شي، نو خلک به تجارت هم وکړي، تګ راتګ به هم کوي، چي د خلکو سر خوندي وي نو به تجارت کوي، که د افغانستان حکومت زموږ خلکو ته تحفظ ورکړي، ډېر خلک تيار دي چي هلته سرمايه ګزاري وکړي"

ښاغلي موسى زي وويل د پاکستان حکومت اوس دا تصميم نيولى، چي له دې وروسته به د افغان ټرانزيټ ٩٥ فيصده مالونه په يوه ورځ کې او پاته پينځه فيصده به يې په دوو ورځو کې له ګمرکه اجازه تر لاسه کوي. وايي که دا کار عملي شي، نو افغان ټرانزيټ به په ډېر لږ وخت کې زياته وده وکړي او له دې سره به د پاکستان او افغانستان تر منځ دوه اړخيز تجارت هم زيات شي. ده بلوچستان له افغانستان سره د اقتصاد په برخه کې ډېر مهم وباله:

"د بلوچستان ايالت د افغانستان لپاره حياتي ارزښت لري. د بلوچستان اقتصاد پر ځاى د دې چي د پنجاب يا د پاکستان د نورو سيمو له اقتصاد سره تړاو ولري، د کندهار، هلمند، غزني، کابل او د هرات له اقتصاد سره نيژدې تړاو لري او برعکس د افغانستان د دغو ولايتونو اقتصاد پر ځاى د دې چي د افغانستان له نورو ولايتونو سره نيژدې تړلى وي، د بلوچستان له اقتصاد سره تړلى دى. ګوادر زموږ لپاره حياتي ارزښت لري، نو د دې لپاره چي موږ اقتصادي مشترکات سره زيات کړو، پکار ده چي له دې نه د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه استفاده وکړو"

پاکستاني سوداګرو له افغان سفيره وغوښتل، چي د تجارانو لپاره دي د ويزې اخيستلو په برخه کې هم اسانتيا پيدا شي او له ويزې سره د وينې د معاينه کولو شرط دي ختم شي، افغان سفير په دې برخه کې ډاډ ورکړ او ورته ويې ويل چي هم به د تجارانو او موټروانانو لپاره په ويزه کې اسانتيا راولي او هم به ورسره د وينې د معاينه کولو شرط ختم شي، ځکه چي وايي هغه شرط د ايبولا وايروس د انتقال د احتمالي خطر له امله لازم ګرځول شوى وو.

جانان موسى زى شاوخوا يو کال مخکې په پاکستان کې د افغانستان د سفير په توګه دنده تر سره کوي، خو بلوچستان ته په لومړي ځل د جمعې په ورځ په دوه ورځني سفر راغى او دلته يې له سياسي مشرانو سره د ليدو تر څنګ د پښتون ملتپال مشر خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزي د مشر زوى ډاکټر احمدخان پر مړينه په «ګلستان» سيمه کې د هغه وروڼو محمودخان اڅکزي، د بلوچستان والي يا ګورنر محمدخان اڅکزي او د هغه کورنۍ ته فاتحه ورکړه او د افغانستان د ولسمشر اشرف غني تسليت يې ورته وړاندې کړ.

XS
SM
MD
LG