د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان يوه تيږه به هم ونه پلورم. ډاکټر مالک بلوڅ


د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ
د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ

د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د زیارت «پنجشنبې» پر ورځ د ریکوډک پروژې په اړه په يوه ځانګړې خبري غونډه کې وویل؛ د ریکوډک په شمول به هېڅ يوه پروژه د بلوچستان د خلکو له خوښې پرته هېچا ته هم ورنه کړي. او پر هره پروژه تر لاسلیک مخکې به د بلوچستان اسبملۍ غړي په اعتماد کې اخلي؛.

د ډاکټر عبدالمالک بلوڅ له خوا دا خبري غونډه په داسې حال کې رابلل کېږي، چې د چارشنبې په ماځيګر د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې نه يواځې د اپوزیسیون غړيو بلکې دده د حکومت ځينو پلویانو هم په نوموړي تور پورې کړ، چې دی د خپلې ګټې لپاره د بلوچستان د ریکوډک پروژه پلوري.

ډاکتر عبدالمالک بلوڅ ددې تورونو ځوابونه په دې خبري غونډه کې داسې ورکړل.

؛ اپوزيسيون او نورو بلوڅو ګوندونو چې پر ما کوم تنقيدونه کړي، زه هغوی ته باور ورکوم، چې د ریکوډک په هره ستونځه به کابینه، اسمبلۍ او د دې ځای وګړي خبر ساتل کېږي او له هغوی سره به ګډه مشوره کېږي. موږ به داسې هېڅ يوه فیصله هم ونه کړو، چې روڼه نه وي؛.

ډاکټر عبدالمالک بلوڅ زیاتوي، د ريکوډک غرونه خو د نړۍ له تر ټولو زیاتو طبعي سرچینو ډک دي، خو د دغې صوبې يوه وچه کلکه ډبره به هم د دې صوبې د وګړيو د خوښۍ پر ضد ونه پلوري؛.

؛ زه د بلوچستان او دغه هيواد وګړيو ته دا باور ورکوم، چې ریکوډک پروژه خو ډېره لویه ده، زه به د دې صوبې يوه ډبره هم ونه پلورم. دا زما ژمنه ده، او دا زما له خپلو خلکو سره ژبه دی. ريکوډک خو دا وخت د بلوچستان تر ټولو زیاته لویه سرمايه ده. چې يواځې د بلوچستان د خلکو لپاره ده؛.

د ريکوډک غرونه د بلوچستان په چاغي سیمه کې شتون لري، چې پولې يې له افغانستان او ایران سره لګېږي. ویل کېږي چې د ریکوډک په غرونو کې دا وخت د نړۍ تر ټولو زیات د سرزو او میسو کانونه شتون لري.

د ټي سي سي يا ټيتيان کاپر کارپوريشن نومې کمپنۍ له خوا شاوخوا اوولس کاله د ريکوډک په غرونو کې په دې کار شوی، چې دا مالومه کړي، دغه غرونه څومره سره زر او میس لري. خو کله چې د ۲۰۱۰م کال اګست مياشت کې دغې کمپنۍ دا کار بشپړه کړ، او د دې سرو زرو او میسو د را ایستلو لپاره يې د ۲۰۱۱م د فیبرورۍ په مياشت کې د بلوچستان حکومت ته خواست وکړ، نو هغوی د دوی دا خواست ونه مانه، او ځواب يې ورکړ، چې دوی به دا سره زر او ميس خپله راکاږي. چې تر هغه وروسته ټيتيان کمپنۍ لومړی په پاکستان کې او وروسته په لندن او فرانس کې په بېل بېل فورمونه د بلوچستان او پاکستان له حکومتونو سره کیس روان کړ. د ټيتيان کاپر کمپنۍ په خبره د ریکوډک په غرونو کې ۲۲ اعشاريه لس اربه پاونډه میس او دیارلس اعشاريه پنځه اربه اوونسه سره زر شتون لري.

که څه هم د ریکوډک له دې پروژې څخه تر اوسه پورې د بلوچستان اولس ته هيڅ ګټه نه ده رسيدلې، خو د حکومتونو او دې کمپنۍ تر منځ په قانوني جنګ کې ددغې صوبې په کروړونو روپۍ لګول شوې، چې د ډاکټرمالک حکومت يواځې په څلورو مياشتو کې د همدې لپاره دیارلس کروړه روپۍ خرڅ کړې دي.

XS
SM
MD
LG