د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د عوامي نشنل ګوند پر ځايي مشر وسله وال برید شوی دی


د عوامي نشنل ګوند د غړو احتجاج (پخوانی عکس)
د عوامي نشنل ګوند د غړو احتجاج (پخوانی عکس)

د پاکستان په کراچۍ ښار کي د عوامي نيشنل ګوند پر يو ځايې مشر ډاکټر مراد خان بريد شوی دی.

کراچۍ: د پاکستان په کراچۍ ښار کي د عوامي نيشنل ګوند پر يو ځايې مشر ډاکټر مراد خان بريد شوی دی.

پوليس وايي ، پر ډاکټر مراد خان دا برید د جمعې په ورځ شوی دی په کوم کې چې نوموړی تپي شوی دی.

پر ډاکټر مراد خان تر برید وروسته د عوامي نيشنل ګوند غړو د کراچي پريس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې ده.

د عوامي نيشنل ګوند د سیند مشر سنيټر شاهي سيد وايي ، د دوی ګوند د خیبر پښتونخوا په سوات کي د وسله والو طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو ملاتړ کړی وو خو اوس د دوی تحفظ نه کيږي.

د وسله الو طالبانو وياند محمد خراساني مشال راډيو ته په لېږلي بريښنا ليک کې منلې ده چې پر ډاکټر مراد خان برید دوی کړی دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG