د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې چاودنې يو تن وژلی او تر لسو زیات نور يې ژوبل کړي


د کوټې په سرکي سړک له بړېڅ مارکېټ سره څېرمه په يوه چاودنه کې يو تن وژل شوی او د څلورو ماشومانو په شمول دیارلس تنه نور ژوبل شوي دي.

د کوټې په سرکي سړک له بړېڅ مارکېټ سره څېرمه په يوه چاودنه کې يو تن وژل شوی او د څلورو ماشومانو په شمول دیارلس تنه نور ژوبل شوي دي.

د پولیسو په خبره د چاودنې هدف له بړېڅ مارکېت سره څېرمه د امنيتي ځواکونو پوسته وه، خو هغوي ته په کې کوم زیان رسېدلی نه دی.

د کوټې پولیس وايي، د جمعرات په سهار د دغه ښار پر سرکي سړک له بړېڅ نومي مارکيټ سره څېرمه په يوه چاودنه کې يو تن وژل شوی او د څلورو ماشومانو په شمول دیارلس نور اولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د پولیسو يوه مشر عبدالرزاق چيمه د پېښې په ځای کې له رسنيو سره په خبرو کې وویل؛ چاودنه په يوه انډس ډوله کرولا موټر کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو په مټ شوې، چې دده په خبره هدف يې په همدې ځای کې د ملېشه سرتېرو پوسته وه؛.

((زه اوس له روغتونه راغلم، او هلته چې ما ولیدل، دیارلس کسان ټول ژوبل وو. او يو تن وژل شوی دی. زموږ د پلټنو ډله دلته راغلې او مالوت راغونډول يې پېل کړې دي، چې ددوي د مالوماتو له مخې به موږ بیا نورې پلټنې کوو.))

د بړېڅ مارکېټ په دغه چاودنه کې د سکول څلور ماشومان هم ژوبل شوي، چې سهار مهال سکول ته رهي وو.د سول روغتون د ډاکټرانو په خبره په دې ژوبل شويو ماشومانو کې د دوو حالت اندېښنې وړ دی.

خو په پاتې نورو ټپیانو کې يې اکثره تر معمولي درملنې وروسته له روغتونه خپلو کورونو ته لېږلي دي.

د بړېڅ مارکېټ ددغې چاودنې مسوولیت د رپوټ تر بشپړېدو پورې کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی، خو په تېر وخت کې د ورته اکثره پېښو ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې پر غاړه اخلي.

د کوټې د پولیسو يو مشر عبدالرزاق چيمه وايي، چاودنه په انډس کرولا ډوله موټر کې د چاودېدونکو توکو په مټ شوې، چې د ده په خبره د لومړنيو پلټنو له مخې دغه چاودېدونکي توکي دېرش یا څلوېښت کیلوګرامه وو. او هدف يې د امنيتي ځواکونو نيژدې پوسته وه.

د چيمه په خبره د چاودنې په وخت له همدې ځای څخه ماشومانو په موټرو کې سکولونو ته تلل، چې څلور ماشومان هم په کې ټپیان شوي دي.

د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې قبول کړی نه دی.



XS
SM
MD
LG