د لاسرسي ځای

تازه خبر

'خان عبدالصمد خان اڅکزي پښتنو ته ملي شعور ورکړی'


'خان عبدالصمد خان اڅکزي پښتنو ته ملي شعور ورکړی'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:47:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نن سېشنبه، د ډیسېمبر پر دویمه نېټه د لرې برې پښتونخوا په ګډون د پاکستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په نورو برخو کې د پښتون ملي مبارز خان عبدالصمد خان اڅکزي ۴۱م تلین لمانځل کېږي. « عبدالصمد خان اڅکزی پر ۷م جولایي ۱۹۰۷ په ګلستان (بلوچستان) کې زېږېدلی او پر ۲م ډیسېمبر ۱۹۷۳ م کال په کوټه کې په بمونو ووژل شو. نوموړی ۶۶ کلن و او د پښتون افغان په تاریخ کې په سیاسي، صحافتي، علمي او ژبنیز تاریخ کې ځان ته ډېر لوړ مقام لري، چا چې د خپل ۶۶ کلن عُمر نیمه برخه یاني ۳۲ کاله په نظربندیو او زندانونو کې تېر کړي دي. » د مشال راډيو کرښې پر غاړه خپرونه کې د هغه پر ژوند، مبارزه او هلوځلو باندې په بلوچستان صوبه کې د منصوبه بندۍ او پرمختیا وزیر ډاکټر حامد خان اڅکزی چې د عبدالصمد خان اڅکزي زوی هم دی، راسره مل دی او د دې تر څنګ د پښتونخوا مپ یو مرکزي مشر رضا محمد رضا، او د خدای بخښلی اڅکزي د وخت او سیاسي مبارزې یو پخوانی ملګری او شاعر برملا خان برمول په دې خپرونه کې برخه لري. کوربه شاهین بونېری دی.

XS
SM
MD
LG