د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي سیمو کې د امن د نه راتلو لاملونه


بد امنۍ قبایل بې کوره کړي
بد امنۍ قبایل بې کوره کړي

له تیرې یوې لسیزې راهیسې د پاکستان په قبایلي سیمو کې اړی ګړی او جنګ روان دی چې له کبله یې په زرګونه خلک وخت په وخت بې کوره شوي دي. همدارنګه زرګونه نور کسان وژل شوي، ژوبل شوي او بدمرغه شوي هم دي. خو اساسي پوښتنه داده چې قبایلي سیمې ولې د بدامنۍ ښکار دي او هلته سوله ولې نه راځي ؟

کارپوه خادم حسین ددې پوښتنې په ځواب کې وايي :

(( په قبایلي سیمو کې د یو منظم سازش د لاندې ټولنه په جنګي ټولنه او اقتصاد په جنګي اقتصاد بدل کړای شوی دی. نو ځکه په داسې ناندئیریزو حالاتو کې هلته سوله ممکنه نه ده. ))

قانون پوه اعجاز مومند چې د فاټا د وکیلانو د ټولنې مشر هم دی بیا وايي چې په قبایلي سیمو کې د ناامنۍ لویه وجه داده چې هلته قانون په سمه توګه نه عملي کیږي.

(( په فاټا کې په قانون سمه عملداري نشته نو ځکه هلته امن هم نشته. په کومو سیمو کې چې قانون نه عملي کیږي هغوی ته یاغستان ویل کیږي. ))

خو په لاهور کي د سیاسي چارو کارپوه پروفيسر حسن عسکري بیا په قبايلي سيمو کي د ناامنۍ لوی لامل د ریاستي عملدارۍ نیشتوالی ګڼي او زیاتوي :

(( په قبايلي سيمو کی امن ځکه نشته چي په دغو سیمو کي د سخت دريځ سوچ له کبله د وسله والو رجحان پیاوړی شو او د ملکانو او د جرګې نظام د ماتې سره مخ شو. همدا وه چې د ځواک سرچینه د حکومت په ځای د وسله والو لاس ته ورغله. او دې سره په سیمه کې امن تالا والا شو. ))

بلخوا د پاکستان پيپلز ګوند مرکزي سیکټري اطلاعات قمر زمان کایره په قبايلي سيمو کې د امن د نیشت والي ذمه واري د پاکستاني ریاست سره سره په ټوله غربي او اسلامي نړۍ اچوي او زیاتوي :

(( په قبايلي سيمو کي د امن د نیشت والي بنیادي وجه دا ده چي نن کوم هيوادونه لکه امریکا ، بريتانيه ، يورپ او اسلامي هيوادونه د ترهګرۍ پر ضد د پاکستاني ریاست سره يوه خوله دي ، هم دغسي دغو ټولو هيوادونو ډير په منظمه توګه او په ډيرو مالي لګښتونو د پاکستاني ریاست سره په ګډه قبايلي ټولنه کي د سخت دريځۍ تخم وکرلو او ډير په محنت یې د سخت دريځۍ ادارې جوړې کړي ،هغه تخم نه اوس لویې لویې وني جوړي دي ، ښه خبره دا ده چي اوس نړۍ سره سره پاکستاني ریاست هم په دغو سیمو کي خپلي تګ لاري ااصلاح کړي دي ، خو ددي ناسور ختميده د ورځو او مياشتو کار نه دي دا به کلونه اخلي . ))

خو يو قبايلی مشر ملک عطالله خان وايي چې په قبايلی سيمو کیدنا امنۍ ذمه وار دوی نه دي او نه هم دوی په سیمه کې امنیت راوستلی شي.

(( قبايلي ولس ډير پرامنه ، وفاداره او دیانتداره دی ، موږ ته د دهشت ګردۍ او ټوپک دا ميراث د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو پريښي دي ، دا نا امني هم دوي پيدا کړي ده او هم دوي یې ختمولی شي ، د ناامنۍ ذمه وار قبايلي ولس نه دی او نه موږ امن راوستي شو . ))

څه موده مخکي د پاکستاني پوځ مشر جنرل راحيل شريف او د پاکستان وزير اعظم نواز شريف ويلي وو چي د ټولي نړۍ امن په قبايلي سيمو کي امن سره تړلي شوي دي چي په قبايلی سيمو کي امن وی نو سيمه او نړي کي به هم هم امن راشي ،

XS
SM
MD
LG