د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې ګوزڼ ضد کمپاين وځنډول شو


د بلوچستان صحت وزير رحمت بلوڅ وايي هغه خلک چې د ګوزڼ څاڅکې خپلو ماشومانو ته نه ورکوي او دې کار ته په ښه نظر نه ګوري، هغه يواځې او يواځې د جهالت په تورو تيارو کې اوسي

روغتیا نړيوالې ادارې (ډبليو ايچ او) په کوټه کې د ګوزڼ ضد ډلې پر کارکوونکو تر بريد وروسته په ټول بلوچستان کې کور پر کور کمپاين ځنډولی دی، او زياتوي د دوی هېڅ يو کارکوونکی به د پوليو په کمپاين کې برخه نه اخلي.

ډبليو ايچ او دا اعلان وروسته له هغه کوي، چې د چارشنبې په ورځ نامالومه وسله والو د کوټې په مشرقي بايي پاس سيمه کې د پوليو ضد کمپاين کوونکې يوې ډلې بريد وکړ او د درې مېرمنو په شمول څلور کارکوونکي يې ووژل.

بلي خوا ته د کوټې پوليس وايي، د چارشنبې د ورځې تر بريد وروسته د دوی سرتېرو په ياده سيمه کې عمليات پېل کړي، چې تر اوسه يې د دوی په خبره ۳۴ مشکوکه کسان نيولي دي. او د سيمې دوه لوړپوړي چارواکي ډي ايس پي شفقت محمود جنجوعه او ايس ايچ او يې معطله کړي دي.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير سرفرازبګټي وايي، تر پېښې سمدستي ورسته يې په سيمه کې عمليات پېل کړي، او يو شمېر مشکوکه کسان يې نيولي هم دي.
؛ زموږ پوليس سرتېرو تردې پېښې سمدستي وروسته هلته چڼنيز عمليات پېل کړي دي. او ځينه مشکوکه کسان مو نيولي هم دي. او موږ دا هم ګورو که چېري د پوليسو له خوا لا له نورو امنيتي ځواکونو کومه غلطي شوې وي، نو هغه هم ګورو او ذمه وارو ته به خامخا سزا ورکوو؛.

بلي خواته د بلوچستان د صحت وزير رحمت بلوڅ بيا وايي هغه خلک چې د پوليو څاڅکې خپلو ماشومانو ته نه ورکوي او دې کار ته په ښه نظر نه ګوري، هغه يواځې او يواځې د جهالت په تورو تيارو کې ناست دي او د بل چا په خوله ورته فتواوې خپروي.

؛ موږ چې څومره شاته پاته او په جهالت کې يو. هغه ته په پام سره ډېرو خلکو دلته ډېرې ګټې واخيستې. کومو خلکو چې د ډالرو په عوض قام وژنه کړې ده. هغه داسې فتواوې هم ورکولاي شي. لاکن زه تاسو ته دا وايم چې موږ دا هرڅه د پوهاوي له لارې ختمولاي شو؛.

د ويلو وړ ده چې د چارشنبې د ورځې د پوليو پر کارکوونکو د بريد مسووليت تر اوسه لا هم کومې وسله والې ډلې قبول کړي نه دي. هلته د بلوچستان د پوليو ضد کمپاين چلوونکي وايي، په تېرو دوو کلونو کې ددوي اته کارکوونکي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG