د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: پر ګوزڼ ضد ډلې برید کې د درو ښځو په ګډون څلور تنه ووژل شول


کوټه: پر ګوزڼ ضد ډلې برید کې د درې مېرمنو په ګډون څلور تنه ووژل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:58 0:00

کوټه: پر ګوزڼ ضد ډلې برید کې د درې مېرمنو په ګډون څلور تنه ووژل شول

د ګوزڼ پر کارکوونکو تر برید وروسته نورو کارکوونکو په کوټه کې د ګوزڼ کمپاين درولی او اعلان يې کړی دی، چې تر کومه ورته کلک امنيتي تدابیر ورکړل شوي نه وي، په کمپاين کې به برخه وانخلي.

د کوټې په مشرقي بايي پاس سیمه کې د چارشنبې په سهار نامالومه وسله والو د ګوزڼ پر کارکوونکو ډزي کړې او د دريو مېرمنو په شمول څلور کارکوونکي يې وژلي او درې نور يې ژوبل کړي دي. سمېره چې په دې برید کې ژوبل شوې، د سول روغتون په بستر يې له رسنيو سره په خبرو کې وویل، د پولیسو يو سرتېری د پېښې له ځای سره څېرمه ولاړ وو، خو د هغه په شمول يې مرستې ته هېڅوک هم رانغلل...

؛ يو موټر ساييکل وال راغی، زموږ موټر يې ودراوو، او په موږ ټولو يې ډزې پېل کړې. تر ټولو مخکې هغه زه په ډزو وويشتم او تر هغه وروسته يې په تولو ډزې وکړې. دا برید کوونکي دوه کسان وو، خو يو په موټر ساييکل ناست وو، او هغه بل په موږ ټولو ډزې کولې. يو پولیس وال له دې ځایه لږ لرې ولاړ وو، خو هغه هم زموږ د مرستې لپاره رانغی. موږ هر چا ته خواست کاوو، چې موږ له دې برید کوونکو وژغوري، خو هيڅوک مو هم مرستې ته را نغلل. وروسته بیا يو کس په موټر ساييکل راغی، او زموږ موټر يې را روان کړ او دلته يې روغتون ته راورسول؛.

د بلوچستان د کورنيو چارو سیکرتر اکبر حسین دراني تر پېښې وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وویل، وسله وال چې په موټر ساييکلو سپاره وو، تر پېښې وروسته په تېښه کې بریالي شوي دي. خو د ده په خبره دوی هیله من دي چې د دې پېښې تر ذمه وارو به خامخا رسي.

؛ په دې ډلې د برید په ترڅ کې زموږ څلور د ګوزڼ کارکوونکي وژل شوي دي، او درې نور ژوبل شوي دي. برید کوونکي په موټر ساييکلو راغلي او پر دې ډلې يې برید کړی دی. خو موږ هیله من یو او په خپلو امنيتي ځواکونو مو بشپړه باور شته، چې موږ به دغه قاتلين د قانون منګولو ته سپارو؛.

د ګوزڼ پر کارکوونکو تر برید وروسته نورو کارکوونکو په کوټه کې د ګوزڼ کمپاين درولی او اعلان يې کړی دی، چې تر کومه ورته کلک امنيتي تدابیر ورکړل شوي نه وي، په کمپاين کې به برخه وانخلي.

د ګوزڼ پر دې ډلې برید د رپوټ تر بشپړېدو پورې کومې ډلې قبول کړی نه دی. خو تردې وړاندې هم د بلوچستان په شمول د پاکستان په يو شمېر سیمو کې وسله والو د ګوزڼ پر کارکوونکو بریدونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG