د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ له یوه کوره ۲۶ پښتنې کوچنۍ نجونه نیول شوې


د کراچۍ له یوه کوره ۲۶ پښتنې کوچنۍ نجونه ترلاسه شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:10 0:00

په دغو ماشومانو کې د زیاترو په مخونو اوښکې وې او ډېرو یې د سلګو له امله خبرې نشوی کولی، د باجوړ د بلم ښار کلي نهه کلنې پروین وویل یتیمه ده او مور یې درې کاله مخکې دې مدرسې ته رالیږلې ده.

د کراچۍ ښار په لیاقت اباد سیمه کې پولیسو له یوه کوره ۲۶ ماشومانې نیولی دي. د سیمې پولیس افسر غوث بخش له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل، دا ماشومانې د کراچۍ ګرومندر په یوه نارجسټر شوې بې نومه مدرسه کې زده کونکې وې . ټولې ماشومانې د قبایلې سیمې باجوړ ایجنسۍ، سلارزي تحصیل د پشت،بلمخار، ډمبرۍ او نورو خواوشا کلیو استوګنې دي. د رومان په نوم یوې ماشومې مشال راډیو ته وویل مور او پلار یې درې کاله مخکې دې مدرسې ته رالیږلې وه.

«دا مدرسه زموږ په کلي کې ډېره مشهوره ده، دا ټولې جینکۍ زموږ د کلي او یا زموږ له کلي سره د نزدې نورو کلیو دي. موږ هلته د پشت د خان په کور کې اوسېږو، زه په دې دریو کلنو کې کلي ته نه یم تللی، ناظره، لمونځ او دعاګانې مې یادې کړې دي»

رومان زیاته کړه د دوی د مدرسې استادې په دې کور کې دوه شپې مخکې پرېښودې او هغه ترې ولاړه.

له دې ماشومانو سره د پاخه عمر یوه ښځه چې خانم بي بي نومېږي، د مدرسې څخه راغلې ده، هغه وایي د ده خورزه په دغه مدرسه کې استاده ده. هغې دا په چل راوستې او اوس له ماشومانو سره یوځای د پولیسو په ولکه کې ده. خانم بي بي وایي تېره شپه ټولو ماشومانو ته په مړه خېټه ډوډۍ هم نه ده ورکړل شوې او زیاتره ماشومانې وږې ویدې شوې وې.

«زه د تیرا اپرېدۍ یم، په کراچۍ کې اوسېږم، زما خورزه مامي نومیږی، هغه د دوی استاده ده. له هغې سره د دې کور مالک چې ایوب نومېږي په مدرسه کې نوکري کوي. پر ایوب د استادې دوه نیمه لاکه روپۍ پور و، هغه نه ورکولې، نو هغې دا ماشومانې د ایوب کور ته راوستلې او ورته یې وویل چې پیسې نه راکوې نو دا ماشومانې وپاله»

په دغو ماشومانو کې د زیاترو په مخونو اوښکې وې او ډېرو یې د سلګو له امله خبرې نشوی کولی، د باجوړ د بلم ښار کلي نهه کلنې پروین وویل یتیمه ده او مور یې درې کاله مخکې دې مدرسې ته رالیږلې ده.

«موږ نه پوهېدو چې د مدرسې استاده مو چرته بیایي، موږیې دلته راوستلي یو، بیګا شپه له ویرې ما ته خوب نه راتلو، کلی ته ځم، مور او ټول کور مې یادېږي»

د کوثر په نوم بله ماشومه چې په اوښکو کې ټوله لوپټه لمده ده ، وایي چې د کله راهسې دې کورته راوستل شوي دي ، دوي یو ډول ایسارې شوي دي.

«سبق راته نه وایي، بیګا موږ ژړل چې سبقونه رانه قضا شول، بیا یې څو جینکو ته سیپارې ورکړې ، سبق مو لږ لږ ووایه ، زه مدرسې ته تلل غواړو، د هغې ځایې نه به مې بیا کلي ته ولیږي»

د لیاقت اباد د تاڼې پولیس افسر غوث بخش وایي د مدرسې استازانو د قرضې نه ورکولو په سر د ماشومانو جینکو سره د ګډو بیزو په څېر سلوک کړی دی او هغوي یې د یوې کمرې په کور کې ایوب نومې تن باندې تاوان کړي دي .

نوموړي وویل ددې کیس له نور اړخونو څخه هم څیړنه کوي، خو تراوسه یې د مدرسې هغه استازه نه ده نیولې .

دغه کور چې دا ماشومانې پکې ساتل کیږي ددې مالکې طاهرې مشال ریډیو ته ویلي ، خاوند یې ایوب نومیږي او هغه په دغې مدرسه کې ملازم دی . نوموړې وایي خاوند یې له مدرسې والاو څخه دوه نیم لاکه روپۍ قرضه اخیستې وه او هره میاشت به دوي ۲۵ زره روپۍ قسط ورکولو خو د ددې میاشتې د قسط نه ورکولو په سر د مدرسې استازې دغه عمل وکړو

«دغه جینکۍ یې راوستلې ، او دلته یې وغورځولې ، راته یې وویل دوي ته اوس ډوډۍ ورکوو، موږ غریبانان یو، خاوند هم راته په دې کیس کې پولیسو ونیولو»

دغه جینکۍ وایي د ټولو کورونه په خپلو کلیو (باجوړ) کې دي. په مشال راډیو د دغو ماشومانو په اړه د خبر له خپرېدو وروسته په کراچۍ کې مېشت د ځینو ماشومان خپل خپلوان او کلیوال لیاقت اباد تاڼې ته ورغلي، خو پولیس وایي تراوسه یې کومه ماشومه خپلوانو ته نه ده حواله کړې.

XS
SM
MD
LG