د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ډاکټران د معاشونو لپاره پر هړتال


د بلوچستان صحت څانګې چارواکو بیا په سرکاري روغتونونو کې لیکپاڼې ځوړندې کړې، چې پرې لیکل شوي، ټولو ځوانانو ډاکټرانو ته يې تنخاوې د هغوی بانکي کاتو «اکاونټونو« کې استولې.

د بلوچستان ځوانانو ډاکټرانو د سېشنبې غرمه په يوه خبري غونډه کې د کوټې په ټولو سرکاري روغتونو کې درې ساعته هړتال اعلان کړ، او وايي، که يې غوښتنې ونه منل شوې، نو د هړتال وخت به نور هم زیات کړي. د ځوانانو ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر کمال خان مندوخېل د کوټې په پرېس کلب کې په خبري غونډه کې وویل، د دوی شاوخوا دوه نیم سوه ځوانانو ډاکټرانو ته له تېرو شپږو مياشتو راهیسې مياشتنی معاش نه ورکول کېږي، چې د ده په خبره هړتال کولو ته اړ شوي دي.

«د صوبې د صحت د څانګې له بې غورۍ موږ نور تنګ شوي يو. او مجبوره يو چې له نن څخه د ځوانانو ډاکټرانو د اتحاديې له خوا په سرکاري روغتونو کې د درې ساعته هړتال اعلان کوو. چې دا هړتال به د سهار له اتو بجو بیا تر يوولس بجې پورې وي»

د ډاکټر کمال خان مندوخېل په خبره د صوبې له خزانې د دوی تنخواوې ډېر وخت مخکې لا وتلې خو تر دوی رسېدلې نه دي. دوی غوښتنه کوي، چې ډاکترانو ته دې تنخاوې ژر تر ژره ورکړل شي. بل خوا د بلوچستان صحت څانګې چارواکو بیا په سرکاري روغتونونو کې لیکپاڼې ځوړندې کړې، چې پرې لیکل شوي، ټولو ځوانانو ډاکټرانو ته يې تنخاوې د هغوی بانکي کاتو «اکاونټونو« کې استولې.

XS
SM
MD
LG