د لاسرسي ځای

تازه خبر

شیراني ښارګوټی د بلوچستان حکومت یوه پرمختللې پروژه


د بلوچستان منصوبه بندۍ او پرمختیا وزیر ډاکټر حامد خان اڅکزي د ګل پر ورځ د شېراني ښارګوټي پروژې د لیدو پر مهال په خپله وینا کې د سیمې خلکو ته ډاډ ورکړ چې صوبايي حکومت تر خپله وسه هڅې کوي چې د ښارګوټي د جوړېدو چارې ژر تر ژره بشپړې شي.

د شیراني ښارګوټي د نژدې درې اربه پاکستانیو روپیو پروژه ده چې له ۲۰۱۰م کال راهیسې تعمېرېږي. د دغه پروژې ډایرېکټر انجینیېر عبدالرزاق له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د شېرني نوی ښارګوټی تر جدید پلان لاندې د ژوب میرلي خېل له لویې لارې سره پر څنګ جوړېږي، چې په ابادېدلو سره به یې د سیمې زرګونه خلکو ته د روزګار نوي ورونه پرانیستل شي.

دا ښارګوټی له ږوب ښاره نژدې ۷۵ کلومیټره شمال پلو د میرلي خېل سیمه کې تر تعمیر لاندی دی، چې د انجینیېر رزاق په خبره ۲۵ فیصده تعیمیري کار یې بشپړ شوی دی خو د بجټ نشتوالي له کبله یې د جوړېدو بهیر ځنډنی شوی دی. خو نوموړي هیله وښوده چې د بلوچستان منصوبه بندۍ او پرمختیا وزیر ډاکټر حامد خان اڅکزي د سیمې خلکو ته ډاډ ورکړی چې د دوی حکومت به د شیراني ښارګوټي د بجټ ستونزه هواروي، چې دغه ټولګټه پروژه تر ژره بشپړه شي.

شیراني ښارګوټي د پاکستانۍ پلازمېنې اسلام اباد غوندې په عصري بنیادنو جوړېږي. چې د پروجېکټ ډایرېکټر عبدالرزاق په خبره پراخ پراخ سړکونه یې اېستلي، د برېښنا مزي یې تر ځمکې لاندې تېر کړي، جدیدې سرکاري ودانۍ «روغتونونه، ښوونځي، انتظامي دوترونه» یې جوړ کړي او یا د جوړېدو په حال کې دي.

د اوبو زېرمولو لپاره یې دمګړۍ لویې لویې کوهیان اېستلي دي، او زیاتوي چې له ږوبه روده «سین» به غټې غټې نللیکې غځوي چې ښارګوټي ته اوبه راتېرې کړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې شیراني ښارګوټي به په څومره موده کې دننه د استوګنې جوګه شي نو انجینيېر عبدالرزاق وویل، چې په دویم پړاو کې دوی خلکو ته د کورونو جوړولو لپاره پټې ورکوي، او که ورسره ورسره له ږوبه تر میرلي خېل پر غځېدونکي سړک د جوړېدو کار هم چټک شي نو په یو څو کلونو کې دننه به شېراني ښارګوټی اباد شي.

د شیراني ښارګوټي په خواوشا سیمو کې اوسېدونکي خلک تر ډېره په منځني ختیځ کې کارونه کوي، نو د انجینيېر عبدالرزاق په وینا هغوی هم ورته لېواله چې دغه ښارګوټۍ ژرترژره بشپړ شي چې هغوی پکې خپل کورونه اباد کړي.

نور وښیئ

انځور سایز

قاسم خان مندوخېل

قاسم خان مندوخېل د مشال ريډيو ويب ايډيټر دی، د افغانستان، پښتونخوا او بلوچستان په اړه رپورټونه جوړوي.

 

XS
SM
MD
LG