د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې ایجنسۍ وروستۍ سیمې خلک سکولونه غواړي


د مجید خان په نامه د سیمې یوه کس مشال راډیو ته وویل، ډېره د افسوس خبره ده چې د خلکو دومره غټې ابادۍ لپاره په دغه علاقه کې سکول نشته

په کورمه ایجنسۍ کې د وروستۍ سیمې اوسېدونکې له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی ماشومانو ته دې د تعلیم ترلاسه کولو اسانتیاوې ورکړل شي.

د دوی په خبره، په سیمه کې څلور غټ غټ کلي دي خو هېڅ سکول نلري چې له وجې یې په دغه سیمه کې په سلګونه ماشومان له تعلیم ترلاسه کولو بې برخې دې.

د مجید خان په نامه د سیمې یوه کس مشال راډیو ته وویل، ډېره د افسوس خبره ده چې د خلکو دومره غټې ابادۍ لپاره په دغه علاقه کې سکول نشته.

ده وویل، دوی غواړی چې خپلو ماشومانو ته تعلیم ورکړي خو د حکومتي بې غورۍ له وجې یې سیمه د تعلیم په میدان کې ډېره وروسته پاتې ده.

په تیندو سیمه کې یو سرکاري سکول شته چې پکې د سیمې یو شمېر ماشومان سبقونه وایي،خو د اته کلن اعجاز الرحمان په خبره، سکول يې له دویه ډیر لیرې دی او ورته په تلو کې ډېر مشکلات وي.

د کورمې تعلیم څانګې چارواکي مجید ګل مشال ریډیو ته وویل، چې د سیمې خلکو ته تعلیمي اسانتیاوې ورکول د دوی په ترجیحاتو کې دی خو په دې وخت کې ورسره د فنډ کمی دی چې له وجې یې دوی نور نوي سکولونه نشي جوړولی.

چارواکي دا هم وویل هغه سکولونه له نوې سره رغوي چې د ترهګرۍ پېښو کې ویجاړ شوي دي.

د تعلیم محکمې د ریکارډ له مخې، په کورمه ایجنسۍ کې تر پنځه سوه شپیتو پورې سرکاری سکولونه دي چې تر ۷۰ زیات یې د ترهګرۍ په پېښو کې وران شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG