د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په اورکزو کې پاکستانیو ملېشو مو کورونه وسوځول'


د نوم او غږ نه ورکولو په شرط یو بل انتظامي چارواکي مشال ریډیو ته وویل چې د خلکو کورونه يې کېدای شي پر دې سوځولي وي چې هفوی پرپوځ د حملې کولو لپاره طالب وسله والو ته پناه ورکړې وي

په قبایلی سیمه اورکزو ایجنسۍ کې د جټاخېلو سیمې خلک وایې، چې په سیمه کې د دوی تر شلو زیات کورونه ول چې هغه ټول ورته د ملېشې ځواکونو وسوځول.

د دوی په خبره، ملیشې ځواکونو ورته کورونه د دوشنبې پر ورځ سوځولی دی.

د وکیل خان په نامه یو متاثره کس مشال ریډیو ته وویل چې خپلو کورونو ته یې لیدل چې سوځی خو هېڅ یې نشو کولی.

حاجي حمید خان په نامه یو متاثره کس او ځایي مشر مشال ریډیو ته وویل چې ملیشې سرتیري ورته راغلل چې تاسو خپلو کورونه پرېږدې ځکه چې په خېبر کې عملیات روان دي.

ده وویل چې اول يې را باندې خپل کورونه خالي کړل او بیا یې ورته اور واچولو.

په دې اړه مشال راډيو د حکومت دریځ معلومولو هڅه وکړه خو مرستیال پولیټیکل اجنټ فهد وزیر د زیاتو مصرفیاتو له کبله خبرې ونکړې.

د نوم او غږ نه ورکولو په شرط یو بل انتظامي چارواکي مشال ریډیو ته وویل چې د خلکو کورونه يې کېدای شي پر دې سوځولي وي چې هفوی پرپوځ د حملې کولو لپاره طالب وسله والو ته پناه ورکړې وي.

په اورکزو کې خېبر ایجنسۍ سره پر پوله پر امنیتی پوستو باندې په تېرو دوه اونیو کې دوه ځل د وسله والو بریدونه شوي دي چې پکې یو شمېر سرتیرو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

ځایی مشر حاجی حمید خان وایی چې وسله والو ته چې چا پناه ورکړې وه نو پکار ده چې هغه کسان يې نیولي وای او ورته سزا یې ورکړې وای.

خبیر ایجنسی سره پر پوله د جټاخیلو سیمه د کوزې اورکزو ایجنسی په حدودو کې راځي چېرته چې د مېشتي قوم تر دوو سوو زیات خلک اوسېږي.

په ۲۰۱۱ کال کې خپلو کورونو ته د واپس کېدو وروسته د سیمې خلکو یو ځلې بیا هنګو، کوهاټ او په اورکزو کې د مختلیفو سیمو پر لور خپلې کډې وېستلې دي.

واضحه دې ویاورکزو او خیبر ایجنسی کې په دې وخت د وسله والو خلاف پوځی اپریشن روان دې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG