د لاسرسي ځای

تازه خبر

درویش کاکړ : د ژوند زیاته برخه مې موسیقۍ او شاعرۍ ته ځانګړې کړې


درویش کاکړ ، د مشال راډیو سره په مرکه کې
درویش کاکړ ، د مشال راډیو سره په مرکه کې

د نولس سوه شپږ اویایم کال د نومبر په میاشت کې د بلوچستان د لورلايي په دوبي ګاټ مالت کې د مولوي عبدالله خان په کور کې یو ماشوم دنیا ته سترګې وغړولې او مور او پلار ورته ( عبدالخالق ) نوم غوره کړو .

چاته به ښايي نه وه معلومه چې دا ماشوم به لوییږي او په ادبي او فني دنیا کې به خپل نوم ځلوي او پښتانه به یې د ( درویش کاکړ ) په نوم یو وخت پیژني.

درویش کاکړ چې وړوکی و نو په جومات کې یې دینې ذدکړې د خپل پلار نه کولې او ډیر خوند به یې ورکولو چې د شیخ سعدي فارسي شعرونه په ترنم کې ووايي. هغه د چا خبره پنج کتاب یې په یادو یاد کړی و، او ښايی اوس به ترې هم نه وي هیر شوی.

د ماشوم توب بل شوق یې داو چې د فټ بال لوبه یې خوښیدله او د فټ بال ښه لوبغاړی هم و.

دی چې کله د لورلايي په سرکاري پرایمري سکول کې داخل شو، نو استاذانو او ملګرو به دې ته هڅولو چې ترانې ووايي ځکه چې د هغوی په وینا اواز یې د مارغانو نه هم خوږ و.

ده مډل او هايي سکولونه د کلاسیف الله په سرکاري هايي سکول کې ولوستل او دولسم جومات یا ایف ای یې د ګورنمنټ کالج کلاسیف الله کې ولوستل.

ده پیل د شعر ددنیا نه کړې وه او بیا وروسته د سندرو میدان ته راغلو. دده په وینا شعرونه یې په خپرونو کې چاپ شوي خو کتابونه یې تراوسه نه دي خپاره شوي خو د دوو کتابونو برابره شاعري یې کړې ده.

نوموړی د نولس سوه دوه نوی يم کال په وروستیو کې د سندرو میدان ته راغلو ، ده په کلي والو سندیزو بنډارونو کې سندرې ویلې او په لږه موده کې یې تر لرې لرې شهرت رسیدلی و. اول کیسټ یې د مظلوم چغه نومیدلو چې هاشمي میوزیک سنټر ته یې ریکارډ کړی و. تراوسه یې دوه نوي کیسټونه خپاره شوي چې وروستی کیسټ یې ( د اختر خوشالي ) نومیږي او په کویټه کې یې کابل میوزیک سنټر ته ریکارډ کړی و.

درویش کاکړ نن سبا په کلاسیف الله کې ژوند کوي، په وایلډ لایف یا د ځنګلاتو په اداره کې روغتیا پال دی.همدارنګه نوموړی د درویش میوزیک سنټر په نوم یو دوکان هم لري چې ورکې د سندرو خواږه به خلکو ویشي.

د درویش کاکړ سره مرکه په غږ کې هم اوریدلای شئ :

درویش کاکړ / مشال مرکه
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG