د قبايلي سيمې مومندو ایجنسۍ ځايې خلک وايې، په دوه بمي چاودنو کې اووه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د مومندو د لکړو يو مشر ملک ګل شاه ساپي نن (شنبه) مشال راډیو ته وويل چې د جمعې پر مازيګر شاوخوا پنځه بجې د ځايې امن لښکر مشر ملک حاجي دراز خان زوی پر موټر سايکل روان وو چې ورباندې د سړک د غاړي بم و چاوديد چې پکې نوموړی زخمي شو.
هغه زياتوي چې کله يې زخمي کس هسپتال ته وړلو نو پر موټر د ريموت کنټرول بم يو بل بريد وشو چې پکې اوه کسان ووژل شول او درې ټپيان شول.
د تحريک طالبان جماعت الحرار وسله والې ډلې وياند احسا ن الله احسان بېګاه مشال راډیو ته د ټيليفون له لاري د چاودنو ذمه واري و منله. تر دې وړاندې د اکتوبر پر پنځلسمه هم په ورته پېښه کې د امن لښکر يو غړی وژل شوی وو.