د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاکستانیو عیسویانو وژونکي دې سزا کړل شي'


وژل شوي کسان چې شمع او شهزاد نومېدل، د خښتو په يوه بټۍ کې يې کار کاوه، او له یو بل سره يې واده کړی وو.

د پاکستان په پنجاب کې پوليس وايي، د مذهبي سپکاوي په تور دوه عيسويان د مسلمانانو د يوې پارېدلي ډلې له خوا له وهلو وروسته وژل شوي او مړي یې سوځول شوي دي.

دا پېښه پرون «سېشنه» له لاهور ښاره جنوب لويديز ته ۶۰ کلو ميټره لیرې سیمه کوټ رادها کیشن کې شوې ده. دا په پاکستان کې تازه پېښه ده چې د اقلیتونو پر ضد اسلام ته د سپکاوي پر تور کېږي.

د بښنې نړۍوال سامان د پاکستانیو عیسویانو وزنه غندلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

وژل شوي کسان چې شمع او شهزاد نومېدل، د خښتو په يوه بټۍ کې يې کار کاوه، او له یو بل سره يې واده کړی وو.

بلخوا د بښني نړۍوال سازمان له لوري مشال راډیو ته بیګا په تر لاسه شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوې دي چې د پاکستان حکومت دې د دې پېښې زمه وارنو ته سزا ورکړي او د لږکیو ژغورنه دې ډاډمنه کړي.

د پنجاب وزير اعلا شهباز شريف يوه درې کسيزه کمېټي جوړه کړې ده چې د دې وژنو په اړه زر تر زره پلټنې وکړي او پوليسو ته يې حکم کړی چې په صوبه کې د عيسایي مذهبو په سيمه کې امنيت ټينګ کړي.

XS
SM
MD
LG