د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې کډوال: د پیښور پولیسو مو برېتونه او ویښته غوڅوي


د باړې احسان الله اپرېدي وايي »د پیښور پولیس زموږ له مېرمنو برقعې لرې کوي، او په شېخانو چوکۍ یې راته یو پولیس کېنولی چې په خپله یې برېتونه پرېښي دي خو زموږ له خلکو برېت او ویښته غوڅوي»

د خېبر ایجنسۍ باړې نه د پوځي عملیاتو له امله بې کوره شوي خلک وايي چې د باړې او پېښور پر سړک په شېخانو، بټه تل، سربند، او بډه بېره کې یې پولیس بې ځایه تنګوي او د کډو تالاشۍ په وخت د قبایلي روایاتو خیال نه ساتي او له مېرمنو سره یې ښه چلند نه کوي.

د باړې یو تن احسان الله اپرېدي مشال راډیو ته وویل، چې، »د پیښور پولیس زموږ له مېرمنو برقعې لرې کوي، او په شېخانو چوکۍ یې راته یو پولیس کېنولی چې په خپله یې برېتونه پرېښي دي خو زموږ له خلکو برېت او ویښته غوڅوي. چې د چا ویښته غټ وي، هغوی ته وايي چې تاسو ترهه ګر یاست، زېړې هم کوي، خلک د خپلو کډو راوېستو لپاره پیسې نه لري خو پولیس یې غواړي»

د باړې یو زده کونکی مسلم خان اپرېدی وايي چې،«څو ورځې وړاندې هم پولیسو زما له لاسه کتابونه واخیستل او په تاڼه کې یې بې ځایه بند کړم او درې شپې یې راباندې تیرې کړې، موږ د سربند تاڼې له پولیسو ډېر تنګ یو. دوی ته ښه پته ده چې د باړې خلک بې کوره شوي دي، په منډه راوتلي دي په پښو یې څپلۍ نشته، ځړوکې نه لري، موږ ته وايي چې په ۱۰۷ کې مې کېنولی یې او تاسو هغه خلک یاست چې تېښتو کې ککړ یاست، ډاکوان یاست. پر موږ مو بریدونه کړي نو اوس زموږ تر لاس لاندې راغلي یاست، نو دغه خبرې راته کوي خو چې پیسې ورکړو نو بیا مو خوشي کړي»

پایو ګل چې په دې ورستیو کې پېښور ته کډه شوی وايي چې، «د سره ډنډ له کجورۍ راغلی یم، خو پولیس او داسې نورې محکمې مو هم تنګوي او لارې مو نیسي»

له باړې بې کوره شوو خلکو سره د پولیسو له خوا د ښه چلند نه ساتلو په باب مو په پېښور کې د خېبر پښتونخوا د پولیسو ای جي پي ناصر دراني له دفتر سره رابطه وکړه خو هغوی د محرم د مصروفیاتو له وجې خبرې ونکړې. د هغه په دفتر کې یو چارواکي د باړې بې کوره شوو خلکو دغه ټول شکایتونه له ځان سره درج کړل او ویې ویل چې دوی به یې پوښتنه ګروږنه کوي.

XS
SM
MD
LG