د لاسرسي ځای

تازه خبر

“حکومت دې د پوځي چاوڼۍ د جوړولو فیصله بیرته واخلي”

د خېبر پښتونخوا سوات قامي کانفرنس له پاکستاني وزير اعظم او د پوځ له مشر غوښتنه کړې چې په سيمه کې دې د پوځي چاوڼۍ د جوړولو فيصله بيرته واخلي.

د خېبر پښتونخوا سوات قامي کانفرنس له پاکستاني وزير اعظم او د پوځ له مشر غوښتنه کړې چې په سيمه کې دې د پوځي چاوڼۍ د جوړولو فيصله بيرته واخلي.

دا غوښتنه د زيارت پر ورځ مينګوره پريس کلب کې د سوات قامي جرګې تر سيوري لاندي په يوه غونډه کې وشوه.

له غونډی وروسته د سوات قامي جرګې يو مشر خواجه محمد خان د کانفرنس متفقه غوښتني له رسنيو سره شريکي کړې.

قامي کانفرنس دا غوښتنه هم وکړه چې پوځ دې يوازې د ترهګرۍ پر چارو توجه وکړي او نور واک واختيار دي ولسي انتظامي ته وسپارل شي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG