د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور : اوه نیم لکه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کیږي


په پاکستان کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کیږي.
په پاکستان کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کیږي.

په پېښور کې نن د پولیو ناورغۍ د مخنیوي لپاره یو ورځنی کمپاین تر سره کېږي. د مشال راډیو خبریال وايي چې دا کمپاین د سهار له اتو بجو پیل شوی او په ترڅ کې يې د پېښور په نهه یونېن کونسلو کې ماشومانو ته د پولیو پرضد څاڅکي ورکول کیږي.

چارواکي وايي چې په دې کمپاین کې به تر اوه نیم لکو څخه زیاتو ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد څاڅکي ورکول کیږي.

د دې یو ورځني کمپاین لپاره څلور زره کارکوونکي ګمارل شوي دي چې د امنیت لپاره به یې د پولیسو درې زره سرتیري هم ملګري وي.

سږکال په پاکستان کې له دوو سو څخه زیات ماشومان د پولیو په رنځ اخته شوي دي چې لویه برخه یې د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو ده.

که څه هم د نړۍ ډیره برخه له پولیو پاکه ګرځیدلې خو پاکستان ، افغانستان او نایجیریا لا هم د پولیو څخه پاک نه دي اعلان شوي. راپورونه وايي د ګردې نړۍ د پولیو اتیا په سلو کې پېښې په پاکستان کې مخې ته راځي.

XS
SM
MD
LG