په سروه خپرونه کې مو پښتنه لیکواله، شاعره، د بشري حقونو مبارزه، څېړونکې، امیتاز تمغه وړونکې او د پښتو اکاډمۍ پخوانۍ مشره پروفېسر سلما شاهین مېلمنه ده.
نوموړې د پښتو پر ادبیاتو، کلتور او دودونو نژدې اتلس قیمتي کتابونه لیکلي دي، چې په هغو کې روهي سندرې، پښتو ټپې، شعري مجموعې«راوېل، زه هم هاغسې وړه وای، نوی سحر«سهار»، اباسین د تاریخ په ایینه کې، کاڼي او ازغي، که رڼا شوه، او داسې نور راځي....
د دې خپرونې کوربنه انیسه اجمل ده.
-
انیسه اجمل
انیسه اجمل د مشال راډیو خبریاله ده چې د پاکستان او افغانستان په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي.