د امريکايي ورځپاڼې (واشنګټن پوسټ) په ليکنه کې راغلي، دا اونۍ، په داسې حال کې چې د کراچۍ اوسېدونکيو د لوی اختر خوشالۍ لمانځلې، په دې ښار کې ۲۱ کسان د زهرجنو شرابو څښلو له امله مړه شول.
په کراچۍ کې د جناح هسپتال د بېړنيو خدمتونو څانګې مشرې سيمي جميل اندېښنه ښودلې چې ممکن د نامعياري شرابو څښلو له وجې د مړو شويو کسانو شمېر زيات شي.
د ليکنې تر مخه، د زهرجنو شرابو څښلو له وجې د خلکو د مړينې پېښه د لږ تر لږه ۲۰ ميليونه وګړو په هغه ښار کې رامينځ ته شوې چې قريباً هر ورځ په هدفي حملو او بمي چاودنو کې د اوسېدونکو يې د وژنو شاهد دی.
په ليکنه کې د کراچۍ د صحي چارواکو په حواله ويل شوي چې تر دې يوه اونۍ مخکې هم د دې ښار په اطرافو کې د زهرجنو شرابو څښلو له وجې ۱۹ کسان مړه شول.
پوليس په دې لټه کې دي چې وګوري دا ټول خلک د هم يو رقم غير معياري شرابو له څښلو مړه شوي او که څنګه.
ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو له خولې ليکلي، له ۱۹۷۷ ز کال راهيسې، چې د پاکستان پخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بټو د شرابو پر څښلو بنديز ولګاوه، په دې هېواد کې په ناقانونه توګه د شرابو جوړولو او خرڅولو کار د يوه صنعت درجه خپله کړې ده.
ليکنه وايي، د پاکستان له هند څخه د جلا کېدو په اولنيو څو لسيزو کې د دې هېواد زياتره وګړو د يو چا لخوا د شرابو څښلو په هکله سخت دريځ نه درلود.
په پاکستان کې دا مهال هم د جنوبي آسيا په کچ د شرابو جوړولو يو له پېژندل شويو کارخانو څخه د (مري برېوري) په نوم هغه ده، چې د دې هېواد پر غير مسلمه وګړو يې خرڅوي.
ليکنه کاږي، په پاکستان کې د شرابو جوړولو او خرڅولو په هکله د دې هېواد د حکومت په دريځ کې بدلون د ۱۹۶۰ او ۷۰ مو لسيزو په کالونو کې هغه وخت وليدل شو کله چې پاکستانيو محافظه کاره اسلامي ډلو يې پر ضد غږ پورته کړ.
ليکنه زياتوي، په پاکستان کې د زهرجنو شرابو څښلو له وجې د خلکو مړينه د معمول پېښې جوړې شوې دي، چې وخت په وخت مخې ته راځي.