د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ملي ځواکونو د غزني اجیرستان ولسوالي له سقوطه وژغورله


نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، وسله وال له روزګان ولایته د غزني اجیرستان ولسوالۍ ته ورغلي ول او هلته یې پر ملي پولیسو او محلي پولیسو برید وکړ.

د یوې اوونۍ په روانه نښته کې وسله والو د اجیرستان ولسوالۍ په درو کلیو کې ۱۲ ولسي وګړي ووژل. په دوی کې ښځې او ماشومان هم شامل ول او دا چې له دې کسانو سرونه غوڅ کړل شوي ول. وژل شوي ولسي وګړي د ملي او محلي پولیسو د کورنیو غړي ول.

وسله والو په ولسوالۍ کې شاوخوا ۶۰ کورونه هم وسوځل.

افغان ملي امنیتي ځواکونو په نښته کې بالاخره وسله والو ته ماتې ورکړه او ولسوالي یې له سقوطه وژغورله.

د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي نیو یارک ټایمز ورځپاڼې ته وویل، وسله والو په خپل برید کې لږ تر لږه ۴۰ ملي او محلي پولیسان ووژل.

دا جګړه پر داسې مهال روانه وه چې په کابل کې د نوي ټاکل شوي ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسمو تیاری نیول کېده.

ورځپاڼه وايي، د جمعې تر ورځې د غزني چارواکو فکر کاوه چې اجیرستان ولسوالي به سقوط وکړي. خو وروسته د ناټو ځواکونو په ملاتړ د افغان ملي اردو سرتېري سیمې ته ورغلل او له وسله والو سره وجنګېدل.

کله چې وسله وال په شا وتمبول شول نو د اجیرستان ولسوالۍ اوسېدونکو څلور وسله وال ونیول او په دار یې وځړول. د غزني مرستیال والي وايي، ولسي وګړو دا وسله وال ځکه ووژل چې د خپلوانو وژنو غوسه کړي ول.

خو قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو ویاند بولي د ولسي وګړو د وژنې تورونه ردوي او وايي، وسله والو پولیسان وژلي دي او هېڅ ولسي وګړی یې نه دی وژلی. ده دعوه وکړه چې د ولسوالۍ دوه کلي اوس هم د دوی په واک کې دي.

په ازادانه ډول د حکومت او وسله والو طالبانو د دعوو پخلی نشي کېدای ځکه چې د اجیرستان ولسوالي لرې پرته ده او موبایل ټیلي فون پکې کار نه کوي.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، وسله وال طالبان اکثره د ولسي وګړو له وژنو انکار کوي ځکه چې دوی هیله لري چې د ولس ملاتړ ورسره وي.

XS
SM
MD
LG