د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستان د افغانستان بې باوري او د امریکا ځواکونو وتل


د ورځپاڼې په لیکنه، دا خبره د امریکا استخباراتي چارواکي هم کوي چې د پاکستان جاسوسي ادارې اسلامي سختدریځي روزي او ملاتړ یې کوي.

امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د افغانستان او پاکستان خپلمنځيو اړیکو ته کتنه کړې ده. ورځپاڼه لیکي، د دې هیوادونو ترمنځ په داسې وخت کې بې باوري مخ پر زیاتېدو ده چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه وځي.

افغان چارواکي وايي ، په هیواد کې یې د روانې بد امنۍ تر شا پاکستان دی او پاکستاني چارواکي بیا وايي چې افغان حکومت خپله ناکامي پر دوی اچوي. بوریوال کاکړ د دې لیکني لنډیز وړاندې کوي.

واشنګټن پوسټ لیکي ، افغان چارواکي په داسې وخت کې یو ځل بیا په هېواد کې د روانې بدامنۍ تور پر پاکستان لګوي چې پنجابیو طالبانو په افغانستان کې د عملیاتو کولو اعلان کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، دا خبره د امریکا استخباراتي چارواکي هم کوي چې د پاکستان جاسوسي ادارې اسلامي سختدریځي روزي او ملاتړ یې کوي.

دا تورونه اوس داسې حالت ته رسېدلي دي چې ګواکې د پاکستان پوځ او جاسوسي اداره ای اېس ای افغان طالبان ګماري، روزنې او وسلې ورکوي.

پاکستاني چارواکي بیا دا تور په کلکه ردوي او وايي، چې تلونکی افغان ولسمشر حامد کرزی د خپل حکومت ناکامي پر پاکستان اچوي.

د افغانستان کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزي ورځپاڼې ته ویلي چې پاکستان لا تر اوسه هغه خوب ویني چې د افغانستان واک به د دوی وي.

ورځپاڼه لیکي چې افغان چارواکو داسې بیانونه هم خپر کړی دي چې پاکستان د خپل پوځ کمانډو ځواکونه، ډاکټران او سلاکاران له افغان طالبانو سره د مرستې لپاره افغانستان ته لېږي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د پنجابیو طالبانو څرګندونې د جنګ اعلان بللی او د دې تر شا یې د پاکستان لاس بللی دي.

پاکستانیو چارواکو په یو بیان کې وویل، چې د افغانستان دا تور نه یوازې بې اساسه دي بلکې د دوی په وینا ، د ګټې پر ځای تاوان رسوي.

افغان چارواکو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته د هغو نیول شوو کسانو ویډیو بیانونه ورکړي دي چې د دوی په وینا پاکستانیان دي.

ورځپاڼه په دې کسانو کې د یوه له خولې لیکي چې دی د ای اېس ای یو استازي په دې شرط له زندانه خوشی کړی وو چې افغانستان ته به ځي او د افغان طالبانو مرسته به کوي.

ورځپاڼه لیکي، په هلمند کې د یو ې تازه جګړې پر مهال ثبت شوې یوه بله ویډیو کې یو کس په پنجابي ژبه خبرې کوي او د افغانستان د استخباراتي چارو څېړونکي وايي چې دا د پاکستان د جاسوسي ادارو افسر دی.

په دې ویډیو کې د پاکستان د جاسوسي ادارو دا مشکوک افسر په پنجابي ژبه کې په بیا بیا ویل چې خپل هدف ته پام کوئ چې خطا نشي.

د پاکستاني وزیراعظم د بهرنیو چارو سلا کار سرتاج عزیز ویلي چې د افغان چارواکو دا دعوې له حقیقت سره هېڅ تړاو نه لري.

XS
SM
MD
LG