د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې دا کال ۱۶۶ ماشومان پولیو ځپلي


فایل فوټو ( ماشومانو ته د پولیو څاڅکې ورکول کیږي. )
فایل فوټو ( ماشومانو ته د پولیو څاڅکې ورکول کیږي. )

په پیښور کې نن ( اتوار ) د پولیو یو ورځنی بهیر پیل شوی، چې پکې به د پنځو کلونو څخه کم عمرو ماشومانو ته د پولیو څاڅکې ورکول کیږي.

بلخوا د پاکستان د صحت د قامي ادارې (NIH) تر مخه د پولیو دوه نور کیسونه هم مخې ته راغلې دي. دغه ادارې پرون په خپل یو بیان کې ویلي د پولیو وایرس دغه تازه کیسونه په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې مخې ته راغلي. یوه ماشومه د خیبر ایجنسۍ د تیرا سیمې سره تعلق لري، او بله د پیښور سره نږدې د یو کلې اوسیدونکې ده. (NIH) وایې دواړو ماشومانو ته د پولیو څاڅکې نه دي ورکړل شوي.

په پاکستان کې د صحت د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او مشر ډاکټر الیاس وایي په دغه هیواد کې دا شمیره په هغو سیمو کې په زیاتیدو ده، چیرته چې د امنیت وضعه خرابه ده.

له دې نوو دوو کیسونو سره په روان کال کې په پاکستان کې د پولیو وایرس وهلو ماشومانو شمیره یو سل شپږ شپیتو ته رسیدلې ده. چې زیاتره پکې د قباییلي سیمو او خیبر پښتونخوا سره تعلق لري.

XS
SM
MD
LG