د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د سېلاب له کبله د مړو شمېر ۳۳۵ شو


د پاکستان سېلابونه
د پاکستان سېلابونه

په پاکستان کې د تېزو بارانونو او سېلابونو له کبله د مړو شمير ۳۳۵ ته رسيدلی دی. تر ټولو زیات زیان په پنجاب صوبه کې اوښتی دی.

سراج زهیر

اسلام اباد: په پاکستان کې د تېزو بارانونو او سېلابونو له کبله د مړو شمير ۳۳۵ ته رسيدلی دی. تر ټولو زیات زیان په پنجاب صوبه کې اوښتی دی.

په اسلام اباد کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې قومي ادارې د جمعې په ورځ ناوخته خبر ورکړی چې د وژل شوو په شمېر کې د زیاتوالي تر څنګ د ژوبل کسانو شمېر هم څه باندې ۶۰۰ ته پورته شوی دی.

د پاکستان د موسمياتو د محکمې يوه چارواکي محمد رياض د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې په پنجاب صوبه کې سيلابونه پر ختمېدو دي او اوس سيند صوبې ته ننوځي.

بل پلو په پنجاب کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې صوبايي ادارې مشر نواز خالد نن مشال راډيو ته وويل چې په دې صوبه کې د سلابونو له کبله د مړو شمير ۲۵۸ ته رسيدلی دی.

په اسلام اباد کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې د قومي ادارې چارواکي وايي چې د پنجاب تر څنګ په کشمیر او ګلګت بلتستان کې هم پراخ ځاني او مالي زیانونه رسېدلي دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG