د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات نورو سیمو ته ګرځبنديز وغځېدلی


په سوات کې پوځي چارواکي وايي، چې دغه د معمول کار دي او سيمه چې کله هم پاکه وګرځول شي نو حالات به بیرته عادي شي.

د سوات په تحصيل کبل کې د روانې مياشې پر پينځلسمه نېټه پر يوه ورځ د امن کمېټۍ د درو غړو له وژلو وروسته د پاکستان امنيتي ځواکونو د وسله والو پر ضد لټون عملیات پيل کړی چې پکې د تحصيل کبل کوزه بانډه، بره بانډه، ننګولی، کانجو ټاون شپ وروسته یې په مېنګوره ښار کې هم د لټون اپريشن پيل کړی. دغه رنګه د مېنګورې بېلو سيمو لطيف آباد، عثمان آباد، نوی کلي او بڼ کې ګرځبنديز او کور پر کور د وسله والو پر ضد لټون عملیات پېل شوي.

له سیمې یوه ځايي کس نجيب الله مشال راډيو ته وویل، چې په دغه سیمو کې ۲۱ شخصي او پينځه دولتي سکولونه دي چې هغه هم تړل شوي او دغه رنګه رنځوران او په خصوصي توګه زنانه روغتون ته نه شي رسول کېدلاي. د پرچون دکانونه بند دي او ولس په خپلو کورنو کې بنديان شوي دي.

يو بل سپينږیري عمر علي مشال راډيو ته وویل، چې سهار څلور بجې په جماعتونو کې د پاکستان پوځ اعلانونه وکړل چې له کورونو مه راوځي، او کور پر کور لټون روان دی.

نوي کلي کې د شخصي سکول يو چوکیدار وايي، چې د دوی په ښوونځي »سکول» کې نهه سوه ماشومان زده کړې کوي خو د ګرځبنديز او لټون اپرېشن له وجې هغه هم تړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG