د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عالمانو اسلامي دولت وغانده


عراق: د اسلامي دولت یو غړی په رقه ښار کې د خپل بېرغ رپوي. ۲۹م جون ۲۰۱۴
عراق: د اسلامي دولت یو غړی په رقه ښار کې د خپل بېرغ رپوي. ۲۹م جون ۲۰۱۴

د سعودي عرب عالمانو شوری د اسلامي دولت وسله والې ډلې د ملاتړو محاکمه کولو غوښتنه کړې.

د مډل ايسټ ای په نوم يوه انټرنيټي خپرونه وايي، د سعودي عرب د عالمانو لوی شوری د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې فعاليتونه غندلي او دا يې غير شرعي بللي دي.

د دې شوری په يوه بيان کې راغلي، ترهګري د الله په نوم له جهاد کولو سره هېڅ تړاو نه لري او دا چې د اسلام د دين له دې ګمراه کوونکې نظريې سره هېڅ سروکار نشته.

پر دې سربېره، د سعودي عرب د عالمانو دې شوری د اسلامي دولت وسله والې ډلې د ملاتړو د محاکمه کولو غوښتنه کړې.

ليکنه کاږي، داسې انګېرل کيږي چې د سعودي عرب يو شمېر اتباع، د شام پشمول، د مينځني ختيځ په يو شمېر ناارامه هېوادونو کې د اسلامي سختدريځو ډلو په ملاتړ په جګړو کې عملاً برخه اخلي.

د ليکنې تر مخه، د دې شوری مشر شېخ عبدالعزيز الشېخ تېره مياشت القاعده او د اسلامي دولت وسله واله ډله د اسلام د تر ټولو لويو دښمنانو په توګه ياد کړل.

د سعودي عرب يوه عدالت د تېر ګل پر ورځ ۱۳ هغه کسان چې د يوې اسلامي سختدريځې ډلې د ملاتړ او په بهرنيو هېوادونو کې د جنګېدو تورونه پرې لګېدلي ول، د ۱۰ کالونو د بند په سزا محکوم کړل.

ليکنه کاږي، داسې انګېرل کيږي چې د سعودي عرب يو شمېر اتباع، د شام پشمول، د مينځني ختيځ په يو شمېر ناارامه هېوادونو کې د اسلامي سختدريځو ډلو په ملاتړ په جګړو کې عملاً برخه اخلي.

مډل ايسټ ای انټرنيټي خپرونې د مينځي ختيځ پر شخړو د يوه کتاب د ليکوال کرس ډيوډسن خبره راخيستې چې ويلي يې دي، کېدلای شي د سعودي عرب د عالمانو دا اعلاميه د دغه هېواد پر حکومت د امريکا د فشار نتيجه وي.

نوموړي زياته کړې، زما په فکر، د دې خبرې تړاو له هغه څه سره دی چې امريکا ګڼي سعودي رسنۍ د اسلامي دولت په څېر د وسله والو ډلو د هغو هڅو، چې غواړي د خپلې خوښې اسلام پر خلکو وتپي، د له مينځه وړلو لپاره خپل رول، هغه رنګ چې پکار ده، نه لوبوي.

ليکنه وړاندې وايي، د سعودي عرب دا رول چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد دې ودريږي، د هغه څه خلاف دي چې يو وخت به ويل کېدل چې دا هېواد په نړۍ کې د اسلامي سختدريځو ډلو تر ټولو لوی تمويلونکی هېواد دی.

د ليکنې تر مخه، پر امريکا په ۲۰۰۱ م کال کې په شويو حملو کې زياتره ککړ تنان د سعودي اتباع ول. د امريکا په عدالت کې اوس هم په دغو حملو کې د قرباني شويو کسانو د خپلوانو لخوا پيل شوې هغه مقدمه روانه ده چې وايي د دغو بريدونو لپاره دې د سعودي حکومت زمه وار وګرځول شي.

XS
SM
MD
LG