د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې سېلاونو ګڼ خلک وژلي، زرګونه بې کوره


پاکستان کې سېلاونو ګڼ خلک وژلي او زرګونه بې کوره کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:14 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پاکستان کې سېلاونو ګڼ خلک وژلي او زرګونه بې کوره کړي

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د سشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان ملي پارلمان ته د وينا پر مهال؛ اوسنى سيلاو د پاکستان د ځينو سيمو لپاره د تاريخ تر ټولو بد هغه وباله.

د پاکستان په پنجاب او کشمېر کې توپاني ورښتونو او سيلاونو، خواشا ۲۳۱ کسان وژلي، زرګونه نور يې بې کوره کړي او د کښتکروندې سیمې یې ویجاړې کړې دي. د پاکستان او هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د مړو شمېر ۴۰۰ کسانو ته رسېدلی. ویل کېږي چې سېلاو به تر راتلونکو دوو ورځو دوام وکړي.

د پاکستان سرکاري ټېليویژن، ناورینونو نظم ملي ادارې NDMAد چارواکيو په حواله وايي؛ وروستيو سيلاونو د دې هېواد د پنجاب صوبې په ګډون، په کشمير او ګلګت بلتستان کې تر ټولو زيات ځاني او مالي زيانونه اړولي، چې په ترڅ کې يې يواځې د پنجاب صوبې په بېلابېلو سيمو کې ١٥٦ کسان وژل شوي؛ سلګونه نور ټپيان شوي او تر پېنځو لکو زيات بې کوره شوي دي.

همداراز د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې سيلاونو تر اوسه ٦۶ او په ګلګت بلتستان کې ١١ کسان وژلي دي او تر ٣٠ زرو زيات یې بې کوره کړي دي.

دې سيلاو د پاکستان په ټولو سيمو کې پر ځاني زيان سربېره مالي زيان هم اړولى او د چارواکو په وينا؛ تر دې دمه يواځې په پنجاب کې د سيلاو له امله تر زرو ډېرې ودانۍ نړېدلي دي او همداراز په ګلګت بلستان او کشمير کې د ځمکښويدنې له امله ډېرى سړکونه هم له منځه تللي.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د سشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان ملي پارلمان ته د وينا پر مهال؛ اوسنى سيلاو د پاکستان د ځينو سيمو لپاره د تاريخ تر ټولو بد هغه وباله.

نوموړي وويل، چې دغو سيلاونو د پنجاب په بېلابېلو سيمو کې ولاړو فصلونو ته سخت زيان اړولى، چې دا يې د پاکستان د اقتصاد لپاره دروند ګوزار وباله:

" سږني سيلاونه د پاکستان د ځينو سيمو لپاره د تاريخ تر ټولو بد سيلاونه دي. دغو سيلاونو په ځانګړې توګه د پنجاب صوبه سيالکوټ، ګوجرانواله او يو شمېر نورې سيمې تر ټولو زياتې ځپلي او ډېرو خلکو په همدې سيمو کې خپل ژوند له لاسه ورکړى. د وروستيو سيلاونو له امله د پنجاب او کشمير زرګونه خلک بې کوره شوي هم دي. "

له بلې خوا د پاکستان حکومت او پوځ په سيلاو ځپلو سيمو کې مرستندويه عمليات پيل کړي او د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر وايي، د پنجاب او ګلګت بلتستان په ګډون يې زيانمنو شويو سيمو ته مرستندويه ټيمونه لېږلي او زياتوي، چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف د سشنبې پر ورځ په پنجاب صوبه کې د سېلاو ځپلو سيمو دوره هم وکړه.

پاکستان په دې وروستيو کلونو کې د شديدو توپاني موسمي بارانونو او سېلاونو شاهد و، چې ګڼو وګړيو يې پکې ژوند له لاسه ورکړى دى.

د ٢٠١٠م کال سېلاونه ددې هېواد تر ټولو بد سيلاونه ګڼل کېږي، چې د خېبر پښتونخوا په ګډون يې په پنجاب، سند او بلوچستان صوبو کې زرګونه کسان وژلي ول.

د يادونې وړ ده، چې د پنجاب صوبې په مرکزي ښار لاهور، سيالکوټ، ګوجرانواله او يو شمېر نورو سيمو کې اوس هم اوبه ولاړې دي، چې د خلکو ورځنى ژوند يې په ټپه درولى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG