د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرویز خټک : د سک دوکاندار وژونکې دې ونیول شي


د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک حکومتي ادارو ته امر کړی چې د یو سک دوکاندار د وژل کیدو پېښه دې وڅیړي او د پېښې تر شات لاس لرونکي کسان دې معلوم کړي.

د هربجیت سنګ په نوم دغه تن د خالي په ورځ د پېښور په نوتیا بازار کې د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی و.

پرویز خټک چې دا مهال له پېښوره لرې په اسلام اباد کې د تحریک انصاف په مظاهرو کې شریک دی، له هغه ځایه یې د صوبې د پولیسو مشر ته سپارښتنه کړېده چې په درې ورځو کې دننه دې د هربجیت سنګ قاتلان ونیسي او د ټولو لږکیو ( اقلیتونو ) د ژوند خوندیتوب دې یقیني کړي.

پرویز خټک د وژل شوي دوه ویشت کلن سک ځوان کورنۍ ته د پنځو لکو روپو د معاوضې د ورکولو اعلان هم کړی دی.

د پېښور د پولیسو یو مشر اعجاز خان بیا رسنیو ته ویلي چې دا یوه هدفي وژنه وه او ددوی د پېښې پلټنې پیل کړي دي.

په خیبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم د سکانو په ګډون په ټولو لږکیو داډول مرګوني بریدونه ترسره شوي دي او پرضد یې دغو لږکیو وخت په وخت مظاهرې هم کړي دي.

د سیکانو یو مشر چرن جیت سنګ په پېښور کې د مشال راډیو خبریال ته وویل چې دوی خیبر پښتونخوا خپله سیمه ګڼي، همدلته پیداشوي او همدلته به مري، خو داډول په هدفي وژنو کې د لسګونو سیکانو په نخښه کیدو دوی ډیر اندیښمن کړي دي. دوی همدارنګه د پاکستان د وزیر اعظم او دسرلښکر نه د سیکانو د ژوند او مال د حفاظت غوښتنه کړېده.

راپورونه وايي ، د وسله والو لخوا د نخښه کیدو له ویرې سکان او هندوان له پاکستانه هندوستان ته هجرت کولو ته هم اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG