د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان : سیلابونو یو نیم سل کسان وژلي


د پاکستان په لاهور ښار کې سیلابونه
د پاکستان په لاهور ښار کې سیلابونه

په پاکستان کې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله نږدې یو نیم سل کسان وژل شوي او په سلګونو نور بې کوره او اغیزمن شوي دي.

د راپورونو ترمخې بارانونو او سیلابونو د پاکستان پنجاب ایالت زیات اغیزمن کړی دی ، خو ترڅنګ یې په ګلګت بلتستان او د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر کې هم سیلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په پاکستان کې د مشال راډیو خبریالان وايي ددغو سیلابونو له امله په پنجاب کې نهه اتیا ، په کشمیر کې اته څلویښت او ګلګت بلتستان کې یوولس کسان وژل شوي دي. د راپورونو ترمخه په کشمیر کې خلکو ته ډیر زیات مالي زیانونه هم اوړیدلي دي.

دپاکستان پوځ او پخپله اولسي خلکو د سیلاب ځپلو سره د مرستو لړۍ پیل کړې ده. په پاکستان کې هرکال په دې ورځو کې سیلابونه راځي او خلکو ته د سر او مال زیانونه اړوي.

XS
SM
MD
LG