اسلام اباد: په پاکستان کې له تېرو څو ورځو راهسې د زیات باران له کبله د شنبې تر سهاره لږ تر لږه سل کسان وژل شوي دي.
په پاکستان کې د قدرتي افتونو د انتظام د ادارې شو ویاند احمد کمال د شنبې په ورځ ايسوشيټيډ پريس نومي خبري اژانس ته ویلي چې دې بارانونو په پنجاب ، کشمیر او ګلګت بلتستان کې زیات زیانونه رسولي دي.
احمد کمال وايي چې په تېرو دوو ورځو کې په پنجاب صوبه کې ۶۱ ، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې ۳۸ او په ګلګت بلتستان کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
د پاکستان د موسمونو محکمې په ملک کې د نورو بارانو د اوريدو وړاند وينه کړې ده. چارواکو اندېښنه ښودلې ده چې ښايي لا نور خلک ووژل شي.
په ۲۰۱۰م کال کې هم په پاکستان کې د زیاتو بارانونو له کبله سېلابونو شاوخوا اولس سوه کسان وژلي وو چې زیاتره یې د خیبر پښتونخوا وو.