د لاسرسي ځای

تازه خبر

'' اسمبلۍ دي ماته شي خو نوازشریف به استعفی نه ورکوي ''


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف

د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان يو ځل بيا ويلي دي چې تر هغو به د حکومت پرضد د دوي مظاهرې روانې وي ترڅو چې وزيراعظم نوازشریف استعفی نه وي ورکړې.

اسلام اباد: د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان يو ځل بيا ويلي دي چې تر هغو به د حکومت پرضد د دوي مظاهرې روانې وي ترڅو چې وزيراعظم نوازشریف استعفی نه وي ورکړې.

بلخوا د پاکستان حکومتي ګوند مسلم لیګ (ن) ويلي دي چې که د ۲۰۱۳م کال په انتخاباتو کې درغلۍ ثابتې شوې نو اسمبلۍ به ماته کړي.

دا له هغه وروسته ده چې عمران خان پرون په اسلام اباد کې خپلو پلويانو ته په وينا کې وویل چې مظاهره چيان به يي د سکټريټ او پارلېمان له ودانيو لرې ډي چوک ته لاړ شي.

د وزيراعظم له دفتره د یکشنبې په ورځ په خپاره شوي پېغام کې ویل شوي چې په انتخاباتو کې د ممکنه درغليو د پلټنو لپاره د عدالتي کميشن په اړه د تحريک انصاف ځینې وړانديزونه منل شوي دي دي خو د وزيراعظم د استعف غوښتنه به ونه منل شي.

پاکستان تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک د اګست له څوارلسمې راهيسې د حکومت ضد احتجاج کوي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان وايي ، دوی ځکه د وزیراعظم نواز شریف د استعفی غوښتنه کوي چې د ده په فکر د ۲۰۱۳م کال په انتخاباتو کې درغلۍ شوې.

د پاکستان عوامي تحریک مشر طاهرالقادري بیا وايي چې د پاکستان اوسنی نظام د ولس د ستونزو په هوراولو کې پاتې راغلی دی نو ځکه یې د ده په وینا ، دوی ړنګول غواړي.

د پاکستان حکومت وايي چې د تحریک انصاف او عوامي تحریک د احتجاج له کبله ملک ته په سوونه میلیونه روپۍ زیان رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG