د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په پاکستاني سیاست کې پوځ په ښکاره لاس لري"


پېښور - د پاکستان پارلېمان د دواړو ایوانونو په روانه ګډه غونډه کې د سیاسي ګوندونو مشرانو له وینا دا خبره ښکاري چې د انقلاب او ازادۍ په نوم د احتجاجونو تر شا د پاکستان پوځ او منتخب حکومت تر منځ ښايي ژور اختلافات دي.

داسې هم ښکاري چې پوځ د دې بحران په هواري کې له حکومت سره هېڅ مرسته نه کوي. دې اختلافاتو ته په اشاره، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پارلېمان غونډې ته د وینا پر وخت وویل، د پاکستان پوځ دې د ایین او منتخب حکومت درناوی وکړي:

((څنګه چې په نړۍ کې د نورو هېوادونو پوځونه د دستور (یا اساسي قانون) درناوی کوي، نو زموږ پوځ هم باید دا کار وکړي. دا یوه نوې فلسفه ده چې پر پولیسو ډزې کوه، ورسره وهل ټکل کوه، خو پوځ ته د زنده باد نارې وهه.))

د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان د حکومت او پوځ تر منځ اختلافاتو ته په اشاره وویل: ((مظاهره کوونکو ته ویل کېږي چې پر خپلو ډانګونو دې مېخونه ووهي او پولیس دې ووهي. د پولیسو سپاهیان او د پولیسو اېس [اېس] پي وهل شوي دي. له پولیسو سره خو دا رویه ده، خو که د پوځ یو مېجر په ګوته د شا ته کېدو اشاره کوي نو د پاکستان پوځ زنده باد نارې لګول کېږي. دا نړۍ ته پیغام ورکوي چې ریاستي (دولتي) ادارې په ټکر کې دي.))

د حکومت و پوځ تر منځ د اختلافاتو په اړه په پېښور کې خبریال شمیم شاهد مشال راډيو ته وویل، د پاکستان په تاریخ کې تل، پوځ په سیاسي چارو کې ډېر کردار لرلی دی: ((دا خو څه پټه خبره نه ده. له پخوا راهیسې، پوځ په سیاست کې ډېر کردار لري او حکومتونه بدلوي، رابدلوي. په پاکستان کې څلور ځلې نېغ په نېغه پوځي حکومت راغلی دی. د تشو په نوم ځینو سیاسي حکومتونو تر شا هم د پوځ لاس وو. په ۱۹۹۳ز کال کې چې د نواز شریف او غلام اسحاق خان تر منځ اختلافات پیدا شوي ول نو جنرال وحید کاکړ یې تر منځ روغه کړې وه او د دواړو پر استعفا ورکولو یې فیصله کړې وه. زما په فکر، له پخوا راهیسې په پاکستان کې پوځ په سیاست کې ډېر ښکاره لاس لري.))

د پاکستان پوځ البته دا ډول څرګندونې او تورونه ردوي. د پاکستان پوځ عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) د روان سیاسي کړکېچ په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي ول چې پوځ یا ای اېس ای په دې بحران کې هېڅ لاس نه لري.

XS
SM
MD
LG