د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر کې اوس هم یو شمېر سکولونه ویجاړ پراته دي


د سکولونو ودانۍ ویجاړې پرتې دي، ماشومانو ته یې ټاټونه نشته، په یخنې او ګرمي کې بهر ناست وي او دلته د استاذانو کمی دی، حکومت ته پکار ده چې اوس جدید دور دی او نوې سکولونه جوړ کړي

د خېبر ایجنسې خلک وایی چې،دلته په تېرو پینځو کالو کې په لسګونه سرکاری سکولونه وسلوالو په بمونو الوځولي دي او اوس یې په زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي او دغه سکولونه دې بیا جوړ کړل شي.

د خېبر ایجنسې یو اوسېدنکی عمران مشال ریډیو ته وایي،(( د سکولونو ودانۍ ویجاړې پرتې دي، ماشومانو ته یې ټاټونه نشته، په یخنې او ګرمي کې بهر ناست وي او دلته د استاذانو کمی دی، حکومت ته پکار ده چې اوس جدید دور دی او نوې سکولونه جوړ کړي))

اود یادې سیمې یو بل تن خېبر اپریدی وایي، چې ((په فاټا کې له وړاندې د تعلیم کچه ډېره ټیټه ده او د سکولونو ورانېدو سره نوره هم ښکته لاړه، خو که زر جوړ کړل شي نو دغه شرح به بیرته ښه شي))

د خېبرایجنسۍ ایجوکیشن افیسر محمد عتیق بیا وایي چې ((په خېبر ایجنسۍ کې ټول څلورشپیته سرکاري سکولونه وران شوي دي او په دې کې مو ځینې په کلنی ترقیاتي پروګرام کې شامل کړي دي او په بیا جوړول یې کار روان دی، او درې پکې د فاټا سیکرټریټ راها ادارې په مرسته تیار شوي دي او داسې به دا ټول جوړ شي))

نوموړی زیاته کړه چې ((کوم سکولونه لا جوړ شوي نه دي هغو ته به کیږدۍ «خیمې» ورکړو او ځایي خلکو ته پکار ده چې خپل ماشومان په دې سکولونو کې داخل کړي))

XS
SM
MD
LG