په اسلام اباد کې لا هم د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ احتجاجي ناسته روانه ده که څه هم عمران خان ويلي ول چې هغه به لس لاکه خلک اسلام ته بیايي خو دغه شمېره په زرګونو کې ده چې پکې ګڼ پښتانه ځوانان هم ګډون لري، په دی ځوانانو کې يو رضا غزنوي هم دی هغه وايي هغوي تمه لري چې عمران خان به بدلون راولي.
خو په پيښور کې د تحريک انصاف پخوانی کارکن شهنشا وايي، هغه او نورو ځوانانو تحريک انصاف ته پر دې ووټونه ورکړي ول چې عمران خان ويلي ول، په ۹۰ ورځو کې به بدلون راولي خو د ده په خبره دوی له يوه کاله هم زيات انتظار وکړو خو د بدلون هېڅ درک نه سترګو کېږي.
کارپو خادم حسين وایي، د خدايي خدمتګار تحريک تر ختمېدو وروستو په پښتونخوا کې د ځوانانو ټولنيزې او کلتورې روزنې عمل ودرېدو چې له وجې یې يوه تشه رامنځ ته شوه چې بيا رياست په سختدريځه ډلو او د تحريک انصاف په څېر سياسي ګوندنو باندې ډکه کړه نو هم دغه وجه ده چې زياتره پښتانه ځوانان عمران خان پسې روان دي او عمران یې د خپلو ګټو لپاره کاروي.
د پښتنو ټولنیز پرمختګ او تعليم لپاره کارکونکې عزرا نفيس يوسفزۍ بيا وايي چې تحريک انصاف پاکستانۍ او په خاصه توګه پښتنې پېغلې د خپلې احتجاجې ناستې د مشهورتيا لپاره وکارولې، د دې په خبره دغه جينکۍ چې په پردو کې ناستې وې اوس يي تصويرونه پر ټولنیيزه او نوره مېډيا ګردش کوي او خلک د خپلې خوښې مطابق په دغه تصويرونو کې بدلونونه کوي.
خو د تحريک انصاف غړی عاطف خان دغه تورونه ردوي او وايي چې دغه ځوانان او پېغلې د يو مقصد لپاره راوتي دي او دغه به سرته رسوي.
عزرا نفيس وايي ځینې پښتنې جينکۍ چې په کورنو ناستې وې او د نړۍ په اړه يې پوهاوی نه درلودو او د عمران لخوا د بدلون راوستو په نارو راوتي دي، نوموړې وايي دا ډېره د تاوان خبره ده چې دغه جينکۍ به اوس له مايوسۍ سره مخامخيږي، د دی په خبره له دې وورستو به کېدای شي چې ځوانان بيا د بدلون په ناره راونه وځي.
خادم حسين وايي د تحريک انصاف د تګلارې له وجې پښتنو ځوانانو ته لوی کلتوري او سياسي زيان رسېدلی دی، د ده په خبره بايد چې د ټولنيزو او سياسي چارو کارکونکي اوس يوه داسې بيانيه رامخې ته کړي چې د عمران خان د ناسمې بيانيې مخه ونيول شي او په سمو معنو کې ځوانان د بدلون لپاره تيار کړي.