د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: خبریالانو د ډيموکراسۍ په حق کې لاریون وکړ


کوټه کې خبریالانو د ډيموکراسۍ په حق او د امريت ضد لاریون وکړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:11 0:00

کوټه کې خبریالانو د ډيموکراسۍ په حق او د امريت ضد لاریون وکړ

د بلوچستان اسمبلۍ سپيکر جان محمد جمالي، مفتي ګلاب او صوبې د اطلاعاتو وزیر عبدالرحیم زیارتوال د خبریالانو ددې لاريون ستاينه وکړه او زیاته يې کړي، چې د بلوچستان اسمبلۍ په څېر د بلوچستان خبریالانو تر ټولو له مخه د ډيموکراسۍ په حق کې ږغ وکړ.

د بلوچستان يو شمېر خبریالانو د کوټې له مطبوعاتي کلب څخه بیا تر بلوچستان اسمبلۍ پورې لاریون وکړ، او د اسبملۍ مخې ته يې له ډیموکراسۍ سره د يووالي لپاره شمع بلې کړې. کله چې د خبریالانو دا لاريون د اسمبلۍ مخې ته ورسېد، نو ددغې اسمبلۍ سپيکر جان محمد جمالي او د اسمبلۍ ځينو نورو غړيو هم له خبریالانو سره د ډيموکراسۍ په حق کې شعارونه ورکړل.

تر لاریون وروسته په بلوچستان اسمبلۍ کې ځننه د اپوزیسيون ګوند جمعیت علماء اسلام ف ډلې مفتي ګلاب له رسنوالو سره په خبرو کې وویل، د طاهرالقادري او عمران شاته څوک شته، چې دوی ورځ تر بلې نور هم پیاوړي کېږي.

؛ روان سیاسي بحران ټولو ته مالوم دی. چې دې دواړو ته د شا له خوا ملاتړ شته. دا باید مالوم شي، چې دا ملاتړ يې څوک کوي. دوي د همدې ملاتړ له وجې ورځ تر بلې پياوړي کېږي، د دوی په موقف کې سختي راځي، او په خپلو تقريرونو او رويو کې يې هم سختوالی راځي. دا هر څه د ډيموکراسۍ ضد کار دی. چې دوي شروع کړی دی؛.

د بلوچستان اسمبلۍ سپيکر جان محمد جمالي، مفتي ګلاب او صوبې د اطلاعاتو وزیر عبدالرحیم زیارتوال د خبریالانو ددې لاريون ستاينه وکړه او زیاته يې کړي، چې د بلوچستان اسمبلۍ په څېر د بلوچستان خبریالانو تر ټولو له مخه د ډيموکراسۍ په حق کې ږغ وکړ. عبدالرحيم زیارتوال بیا له خبریالانو سره خبرو کې وویل، په پاکستان کې د ډيموکراسۍ ضد درېدل خپله له پاکستان سره د غدارۍ په څېر دی.

؛ د حکومت د بدلېدو، د وزیراعظم يا وزیراعلی د استعفا، د صوبايي او مرکزي اسمبليو د ختمېدو يو طریقه ې کار په آيين کې موجود دی. له هغه طریقه ې کاره چپ څوک چې هم ددې پر ضد کار کوي، يا يې د خرابولو هڅه کوي، نو دا د پاکستان له آيين سره د غدارۍ په څېر دی؛.

د ویلو وړ ده چې تردې وړاندې د بلوچستان يو شمېر سیاسي ګوندونو هم د پاکستان اوسني سیاسي بحران ته په پام سره د ډيموکراسۍ په حق کې د امریت پر ضد لاريونونه او جلسې کړېدي، چې ملاتړ يې ددغې صوبې ټولو مدني ټولنو هم کړی.

XS
SM
MD
LG