د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار وايي، د جمهوریت په دفاع کې له اڅکزي سره ولاړ یم


اسفندیار ولي خان او محمود خان اڅکزی
اسفندیار ولي خان او محمود خان اڅکزی

د ګل پر ورځ په پېښور کې خبري غونډه کې اسفندیار خان د عمران خان او طاهر القادري غوښتنې بې بنیاده او غیر جمهوري وګرځولي.

د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان د جمهوریت، پارلیمنټ او دستور پیاوړتیا لپاره د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د غږ ملاتړ کوي.

اسفندیار: د جمهوریت په دفاع کې د اڅکزي ملګری یم
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

اسفندیار خان ولي وویل، چې دوی له نواز شریف سره نه بلکې له جمهوریت سره ولاړ دي، او د عمران خان او طاهر القادري له لوري د خلکو په زور پارلمان ته تلونکې لارې تړل، له وزیر اعظمه په زوره استعفا غوښتل او قامي و صوبايي اسمبلیانو ماتولو غوښتنه یې یو غیرجمهوري عمل وباله.

ښاغلي اسفندیار په خپلو څرګندونو کې «د نواز شریف په باب وویل، چې هغه ورته په ملاتړ کولو د مننې لپاره ټېلیفون کړی وو، خو ما ورته وویل چې میا صاحب په غلطفهمۍ کې رانشې، موږ د جمهوریت ملاتړي یو نه ستا، موږ د ملک ایین سره ملګري یو، له قانون سره ملګري یو، له جمهوریت او پارلمان سره ملګري یو، د خپل اصول ملاتړي یو»

هغه وویل، ما نواز شریف ته وویل، «که په غیر اییني توګه هر څوک ستا پر ضد راپاڅي نو زه به لومړی سړی یم چې ستا په دفاع کې به درېږم. خو د پاکستان تر ایین لاندې. دا اوس چې څه کېږي، دا ګرسره د ایین ضد عمل روان دی»

اسفندیار ولي خان وویل، چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري د جمهوریت په حق کې د لاریون دوی ملګرتیا کوي.

نوموړي وویل، چې په شمالي وزیرستان کې دې عملیات ژر تر ژره په سمه توګه ترسره کړل شي او له سیمې بې کوره کړل شوي لکونه کډوال دې په درناوي سره خپلو کورو ته واستول شي.

XS
SM
MD
LG