خبریال او لیکونکی بین براډي په ګلوبل پوسټ ورځپاڼه کې لیکلي، دی له ۲۰۱۰ز کال راهیسې په شپږم ځل افغانستان ته ولاړ.
دی وايي، دا ځل یې چې په کندهار کې د بهرنیو ځواکونو اډه ولیده نو هلته یې هغه ډول چوپتیا محسوسه کړه چې پخوا یې هېڅ کله نه وه کړې. هلته ایښي زیاتره جنټرېټرونه اوس نه ول. هغه ودانۍ چې سرتېري به پکې پراته ول یا خالي وې او یا هم ړنګې کړل شوې وې.
براډي وايي، د ده افغانستان ته تازه سفر له هغه هېواده د بهرنیو پوځیانو د وتلو ښکارندويي کوله. دا د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ده چې پای ته په رسېدو ده.
د ده په خبره، یوه بهرني کس چې نوم ښودل یې نه غوښتل ورته وویل، د راتلونکي کال تر اپرېل میاشتې به هلته کار کوي.
دې کس وویل، له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې یې په افغانستان او عراق کې کار کړی دی. په دې کلونو کې یې په امریکا کې هېڅ ژوند نه دی لرلی.
دی وايي، نه پوهېږي تر راتلونکي کال وروسته به څه کوي.
بین براډي لیکي، هر کس چې عراق ته ګوري نو د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته د افغانستان په اړه فکر کوي. دوی فکر کوي چې درې کاله وروسته به د افغانستان حالت څنګه وي؟
یوه امریکايي پوځي بروک جونز خبریال ته ویلي، ده یو کال د عراق په سېنجر غره کې له ایزدیانو او کردانو سره کار وکړ. ده هلته د راډیو ټرانسمېټر چلاوه.
جونز وايي، دی د ایزدیانو او کردانو ډېرې ښې خاطرې لري او دا یې زښت ځوروي چې اوس هغه خلک د اسلامي دولت وسله والو په ګېره کې دي.
خبریال براډي وايي، دا ریښتیا ده چې د اسلامي دولت وسله وال په افغانستان کې نشته او طالبان له هغوی تر ډېره حده مختلف دي. خو دا هم ریښتیا دي چې د ناټو سرتېرو د وتلو پر مهال هم افغانستان په خراب حالت کې دی. افغان ملي اردو د وسله والو پر ضد جنګېږي خو دوی ته د سامان او ګاډو ورکولو عمل باوري نه دی او سمې مرستې ورسره نه کېږي.
لیکونکی پوښتنه کوي چې افغانستان چې یو پیاوړی اقتصاد نه لري به څنګه د خپل پوځ مرسته وکړي چې د وسله والو خلاف وجنګېږي؟
همداراز، هغه نجونه چې اوس ښوونځیو ته ځي، کېدای شي د طالبانو د بیا پیاوړي کېدو په صورت کې له تعلیمه بې برخې شي.
خبریال بین براډي زیاتوي، دا مهال په افغانستان کې ۳۰۰۰۰ امریکايي پوځیان دي چې د ۲۰۱۴ز کال تر پایه به پکې یوازې ۱۰۰۰۰ هلته پاتې شي او دا په داسې حال کې ده چې په هغه هېواد کې جګړه لا پسې شدیده شوې ده.