د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ د لانګ مارچ ضد قرارداد منظور کړ


بلوچستان اسمبلۍ
بلوچستان اسمبلۍ

د مسلم لیګ ق مرکزي مشران د جمهوريت دوښمنان دي او د بل په واده کې يې لستوڼي ورنغښتي دي.

د بلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کې حکومتي او د اپوزیسيون ګوندونو د دوشنبې په ماځيګر د تحریک انصاف او طاهرالقادري د احتجاجي ناستو ضد قرارداد منظور کړی، او د دوی دواړو دا کار يې د جمهوریت خلاف سازش بللی.

پاکستان مسلم لیګ ق ډله چې مرکزي قیادت يې په اسلام آباد کې له عمران خان سره په آزادي مارچ کې ملګري دي، د بلوچستان صوبې مشران يې وايي، دوی د عمران خان پر ځای له نوازشریف سره ملګري او د جمهوريت پلويان دي. عبدالکریم نوشېرواني چې د بلوچستان اسمبلۍ غړی او د ق لیګ صوبايي جنرل سیکرېتر دی، د اسمبلۍ تر غونډې وروسته يې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، د ق لیګ مرکزي مشران د جمهوريت دوښمنان دي او د بل په واده کې يې لستوڼي ورنغښتي دي.

؛ چودري صیب بس يوه رټه لګوي. او هغه دا وايي مارشل لاء راشي، جمهوريت ختم شي، او د نوازشریف حکومت ختم شي. هغه د بغض سیاست کوي. چې له جمهوریت او اسمبليو سره يې هيڅ دلچسپي نشته. د هغه او د نوازشریف ذاتي جنګ دی، او په ذاتي جنګ کې يې موږ ولې ملګري شو؛.

د نوشېرواني په خبره دوي په بلوچستان د روان حکومت د جوړېدو پر وخت هم د خپل ګوند د مرکزي مشرانو د پرېکړې پر ضد تللي، او اوس هم د خپلو مشرانو هيڅ خبرې ته غوږ نه ږدي.

جمعيت علماء اسلام ف ډله چې په بلوچستان اسمبلۍ کې په اپوزيسيون کې ده، ټولو غړيو يې ددې قرارداد حمايت وکړ، او د اسلام آباد د احتجاج يې په سختو ټکيو کې غندنه وکړه. عبدالرحمان کېتراڼ ددغه ګوند په نمايندګۍ له رسنوالو سره په خبرو کې وویل، هر هغه سیاستوال چې په اسمبلۍ کې نه وي، همدا يې زړه غواړي، چې اسمبلۍ دي ماتې شي، او بیا دي ټول ټاکنې وشي.

؛ که چېرې زه په اسمبلۍ کې نه یم، يا په اقتدار کې نه یم. نو زما هم همدا زړه غواړي چې وزیراعلی، وزیر يا د اسمبلۍ غړی جوړ شم. دا خوبونه دي، چې سړی يې ويني. خبره دا ده چې د چا جاګير نه دی، چې عمران خان هلته په سټيج ودرېږي، او وايي چې بلوچستان اسمبلۍ به زه ماته کړم. دا ډېر غلط روايت دی؛.

له دې سره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي وزیر ډاکتر حامد اڅکزي بیا د اسمبلۍ تر غونډې وروسته له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، عمران او قادري د غیرجمهوري قوتونو په ملاتړ همدا احتجاج کوي، چې د ده په خبره هغوی به کله هم په دې کې کاميابه نشي.

؛ د قادري او د عمران خان ايجنډا د جمهوريت خلاف ده، دا د پارلیمان خلاف ده او دا د پاکستان د ايين خلاف ده. نو دا د بلوچستان په صوبايي حکومت کې د ګډو ګوندونو ذمه واري جوړېږي، چې د جمهوريت ملا وتړو، د ايين ملګري وکړو او د جمهوريت بېرغ اوچت کړو؛.

د ویلو وړ ده چې د دوشنبې په ماځيګر په بلوچستان اسمبلۍ کې همدا قراداد د مسلم لیګ ن صوبايي مشر نواب ثناء الله زهري وړاندې کړ، چې ټولو سیاسي ګوندونو يې ملاتړ وکړ، او تر درې ساعته بحث وروسته صوبايي اسمبلۍ همدا قرارداد منظور کړ.

XS
SM
MD
LG